-
په قفقاز کښې د سولې او د ملګرتیا وخت رسیدلی
Oct 24, 2023 00:46ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په تهران کښې د درې جمع د درې فورمیټ(format) د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کښې وویل په جنوبي قفقاز کښې جنګ پاې ته رسیدلی او حاضردمه په قففاز سیمه کښې د سولې، د ملګرتیا او د پرمختګ وخت رارسیدلی دی.
-
ایران د خبرو له لارې د قفقاز د مشکلاتو په حل ټینګار وکړ
Oct 24, 2023 00:00زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې په قفقاز سیمه کښې د نه حل کیدا وړ کومه مسله نشته د موجودو مشکلاتو او چیلنجونو د ختمولو لپاره د تهران په غونډې کښې د قفقاز د ملګرتیا ډلې له ظرفیت څخه په استفادې کولو ټینګار وکړ.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فلسطینی اوسیدونکو په وژلو کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په سمدستي بندیز ټینګار وکړ
Oct 23, 2023 12:11د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین د مقاومت له مشرانو سره په جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې د فلسطینی ښاریزو په وژلو کې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو په سمدستی بندیدو ټینګار وکړ.
-
د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د لومړي وزیرانو په غونډه کې د ایران د ولسمشر د مرستیال ګډون
Oct 23, 2023 11:06د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړی مرستیال د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو هیوادونو د لومړي وزیرانو په ۲۲مه غونډه کې ګډون کوي.
-
د ایران د دفاع وزیر: پر غزې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې سیاسي خودکشي ده.
Oct 23, 2023 10:51د ایران د دفاع وزیر د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې سیاسی خودکشی وبلله او زیاته یې کړه، دغه ذلیل رژیم د خپلې نه جبرانیدونکې استخباراتي ناکامۍ غچ د ماشومانو او بې ګناه خلکو په وژلو سره اخلي.
-
د ایران د کورنیو چارو وزیر: اربعین د ایران او عراق د جګړې د زخمونو لپاره رحمت دی
Oct 23, 2023 09:51د ایران د کورنیو چارو وزیر وایي، ایران او عراق د جیو پولیټیکل ظرفیت، اقتصادي قدرت او تر ټولو مهم معنوی او کلتوری قدرتونو کې پراخ ظرفیتونه لری.
-
د خوزستان د سرې میاشتې د بشري مرستو جوپه د غزې خلکو ته واستول شوه
Oct 23, 2023 09:35د ایران په جنوب لویدیځ کې د خوزستان ولایت د سرې میاشتې د ټولنې مرستیال وویل: د دغه ولایت له خلکو څخه د فلسطین مظلومو خلکو ته د بشردوستانه مرستو یوه جوپه چې څه دپاسه دوه زره کمپلې او د اړتیا وړ سامانونه په کې شامل دي، د فلسطین د غزې تړانګې سیمې مظلومو خلکو لپاره ولیږل شوه.
-
د نړیوالې سولې په ساتلوکې د امنیت شورا رول ته نور امید نشته
Oct 23, 2023 02:12د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د جنوبی افریقا له خارجه وزیرې سره په کتنه کې ټینګار وکړ د نړیوالې سولې په ساتلوکې د امنیت شورا رول ته نور امید نشته .
-
نړۍ د غزې د خلکو پرضد د اسرائیلو رژيم د جنایتونو کتونکي ده
Oct 22, 2023 13:03ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په تهران کښې ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په تهران کښې د جنوبي افریقا له خارجه وزیرې نالډي منډیسا پانډور (Naledi Mandisa Pandor ) سره په ګد خبري کانفرنس کښې ټینګار وکړ نن سبا دنیا د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو پرضد د صهیونیسټ د ماشوم وژونکي او د اپارتائیډ رژیم د جنایتونو کتونکي ده.
-
سبا په تهران کښې د درې جمع درې ډلې غونډه جوړیږي
Oct 22, 2023 10:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د درې جمع درې (۳+۳) ډلې دوهمه غونډه د ایران د روسیې د ترکیې د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت د خارجه وزیرانو په ګډون سره سبا په تهران کښې جوړیږي.