-
سبا په تهران کښې د درې جمع درې ډلې غونډه جوړیږي
Oct 22, 2023 10:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د درې جمع درې (۳+۳) ډلې دوهمه غونډه د ایران د روسیې د ترکیې د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت د خارجه وزیرانو په ګډون سره سبا په تهران کښې جوړیږي.
-
د هرات زلزه ځپلیو ته د ایران نورې مرستې واستول شوې
Oct 22, 2023 08:42ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د« خراسان رضوي »ولایت په ختیځ کښې له دوغارون سرحد څخه د افغانستان د زلزله ځپلیو لپاره د ایران د خلکو د مرستو څلورم پیټي واستول شو.
-
د فلسطین د مقاومت ډلو اقدامات د نړیوالو حقوقو پراساس دي
Oct 22, 2023 08:04ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د لوکزامبورګ د باندنیو چارو له وزیر« ژان اسلبورن» سره په ټیلي فوني خبرو کښې ټینګار وکړ له نیواکګرۍ سره د مقابلې په لړ کښې د فلسطین د مقاومت ډلو اقدامات د نړیوالو حقوقو پراساس دي.
-
صهیونیسټي رژیم دې د سخت او ویجاړوونکي غچ په تمه وي
Oct 22, 2023 03:50د ایران د اطلاعاتو وزیر وویل: امریکا او هغه حکومتونه چې د صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي، باید پوه شي چې د نړۍ د آزادۍ غوښتونکي او عدالت غوښتونکي به د دوی ملاتړ بې ځوابه پرې نه ږدي او د سخت، ویجاړوونکي، وژونکي او مرګوني انتقام په تمه دې و اوسي.
-
صهیونیستان د جنګ او سیاست په میدان کې ماته خوړلې ده
Oct 21, 2023 12:22د اسلامي انقلاب د معظم رهبر استازی په عراق کې په غزې کې په المعمداني روغتون باندې د صهیونیست رژیم د برید په غندلو سره، وویل: دا برید د جنګ او سیاست په میدان کې د صهیونیستانو د ناکامی ښودنه کوي.
-
د بمونو او د ماشومانو تر مینځ مقابله کې ماشوم بریالی کیږي
Oct 21, 2023 12:20د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د فلسطین بدلونونو ته په اشارې سره، ویلي: د ماشوم او بم تر مینځ په مقابله کې، له شکه پرته ماشوم بریالی کیږي.
-
پر بشري ميراثونو د اپارتايد نیواکګر رژيم بريد ترهګریزو ډلو ته ورته دی
Oct 21, 2023 02:53د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په غزې تړانګې کې پر کلیسا باندې د صهیونیسټي رژیم د حملې په غبرګون کې په یو پیغام کې ټینګار وکړ: د بشري میراثونو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم برید، له ترهګرو ډلو سره ورته والی لري.
-
د "الاقصی طوفان" عملیات د مشروع دفاع په چوکاټ کې ترسره شول
Oct 21, 2023 02:39د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر وویل: د «الاقصی طوفان» عملیات د مشروع دفاع او د فلسطین د خاورې له نیواک سره د مقابلې په چوکاټ کې چې د ګران فلسطیني ملت له حقونو څخه د سرغړونې سره مخ شوی دی،ترسره شول.
-
امریکا غزې ته ځواکونه نه شي لېږدولای
Oct 20, 2023 11:39په لبنان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د غزې په هکله وویل: امریکا په غزې کې د عملیات وړتیا نه لري او یوازې د صهیونیست رژیم د ژغورلو لپاره هڅه کوي.
-
ایران کې مذهبي ډلو فلسطینیانو سره د مرستو لپاره چمتو شوی
Oct 20, 2023 11:36د ایران په اسلامي جمهوریت کې مذهبي ډلو د یوې اعلامیې په صادرولو سره، د بې ګناه فلسطینیانو د وژلې په غندنې سره، فلسطین سره د مرستې لپاره خپل چمتووالې اعلان کړ.