د ایران او د پاکستان سرحدونه د سولې په سرحدونو بدلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145552-د_ایران_او_د_پاکستان_سرحدونه_د_سولې_په_سرحدونو_بدلیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د پاکستان او د ایران سرحدونه د اقتصاد ، د سولې او د دوستۍ په سرحدونو بدلیږي.
(last modified 2024-01-31T06:45:40+00:00 )
Jan 31, 2024 11:10 Asia/Kabul
  • د ایران او د پاکستان سرحدونه د سولې په سرحدونو بدلیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د پاکستان او د ایران سرحدونه د اقتصاد ، د سولې او د دوستۍ په سرحدونو بدلیږي.

هغه وویل د پاکستان او  ایران ترمینځ د تجارتي او د قتصادي مبادلاتو او د بازارچو پراختیا زمونږ لپاره مهمه ده.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن د حکومت د کابینې د غونډې په څنګ کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د حج په هکله مو د عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره موافقې وکړې او د الوتکو د فني بحثونو په هکله د دواړو هیوادونو هوايي چلندونو ترمینځ موافقې وشوې وویل د سعودي عربستان د هوايي چلند او د خارجه وزارت یو پلاوی تهران ته راغلی او هغه د بحثونو د بشپړیدا په حال کښې دی.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه ټاکل شوي ده چې زه نن د سعودي عربستان له خارجه وزیر سره ټیلي فوني خبرې وکړم او په وروستي حالت باندې غور وکړم.

هغه پاکستان ته د خپل سفر په هکله وویل ما په پاکستان کښې ښې خبرې وکړې او دا په داسې حال کښې دي چې په پاکستان کښې د فرورۍ د میاشتې په اتمه نیټه انتخابات وشي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل

د تجارتي او د اقتصادي مبادلاتو او د سرحدي بازارچو پراختیا زمونږ لپاره ډیر مهم دي او اساسي کړچار دا دی چې داسې سرحدونه چې کلونه کلونه پکښې ترهګر دیره وو په اقتصادي او د سولې او د دوستۍ په سرحدونو باندې بدل شي.