-
د دوو وروستیو جنګونو تجروبې ښودلې،ایران د ګواښ او دباؤ پر وړاندې شاتګ نه کوي
Jun 12, 2026 05:04پارس ټوډې – د ایران د دفاع وزارت ویاند، سردار رضا طلائينیک وویل: د دوو وروستیو جنګونو تجروبو وښودله چې د ایران ملت او وسلهوال ځواکونه به د ګواښ اودباؤ په وړاندې هېڅکله شاتګ ونه کړي او د خپل ملي امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په برخې کې له هېچا سره ملاحظه نه کوي.
-
د امریکا ولسمشر د خولې له شخړې او ګواښونو پرته بله لاره نه لري
Jun 12, 2026 04:55پارس ټوډې – د ایران د پارلیمان د ملي امنیت د کمېشن مشر، ابراهیم عزیزي، د ۱۲ ورځنۍ جنګ او دریم تپلي جنګ پر مهال د امریکا د ناکامیو په یادولو سره وویل چې د امریکا ولسمشر له تشو او چټي خبرو او ګواښونو پرته بله لاره نه لري.
-
سردار شکارچي: د ایران ځواک له مخکې نه زیات شوی دی
Jun 11, 2026 15:25پارس تودی- د ایران د وسله والو ځواکونو جګپوری ویاند د ایران د دفاعي تجهیزاتو د له مینځه تلو په هکله د دښمن د ادعاګانو په ردولو سره، د ایران د وسله والو ځواکونو د بشپړه چمتووالې او امریکایي دښمن ته د سختو زیانونو د اوښتلو خبر ورکړ او وویل: د ۱۲ ورځنې تپلې جګړې له مودې نه اوس زمونږ ځواک ډېر زیات شوی.
-
د ایران د باندنیو چارو وزارت: د وروستي جنګ له کبله د خطرناکو پایلو مسوولیت د امریکا پرغاړه دی
Jun 11, 2026 14:11پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په ایران باندې تیري کښې د امریکا د ترهګر رژیم وروستي جنایتونه وغندل.
-
حزب الله: ایران د میدانونو د وحدت معادله تثبیت کړه
Jun 11, 2026 13:50پارس ټوډې – د لبنان د حزب الله غورځنګ استازي «علي فیاض»د ایران لخوا د میدانونو د وحدت د معادلې په تثبیت باندې ټینګار سره وویل خپلو ټولو اصولو او انتخابونو ته پاې بنده یوو.
-
د ملي یووالي او ملي امنیت په سیوري کې مقاومتي اقتصاد (ځلانده یون – ۵)
Jun 11, 2026 12:34د تهران د پښتو خپرونې و انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې دځلانده یون نومې لړئ له ننني پنځم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،لکه څنګه چې خبر یاست نوی لمریز کال د ملی یووالی او ملی امنیت په سیوري کې مقاومتي اقتصاد نومول شوی ،نو په نوي کال کې د مقاومتی اقتصاد د ودې او پراختیا په ا ړه درسره غږیږو، نو هیله د ه چې ستاسو د استفادې وړ وګرځي.
-
په جاپان کښې د ایران سفیر: امریکا او اسرائیلو د نړۍ اقتصاد یرغمل کړی دی
Jun 11, 2026 12:05پارس ټوډې – په جاپان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «پیمان سعادت» د امریکا- صهیونیسټي ائتلاف په جنګ غواړو سیاستونو او د ایران پرضد د تپلي جنګ په ورانونکو پایلو باندې نیوکې سره ټینګار وکړ:امریکا او اسرائیلو په ایران باندې حملې سره نړیوال اقتصاد یرغمل کړی دی.
-
د فوټبال نړیوال جام باید د ولسونو د سپورټي استازو د ځورولو لپاره پلمه نه شي
Jun 11, 2026 11:23پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ۲۰۲۶ میلادي کال د فوټبال له نړیوال جام څخه د امریکا له کوربه توب څخه په نیوکې سره، وویل چي دا سیالۍ باید د ورزشکارانو د ځورولو لپاره په یوه پلمه بدله نه شي.
-
برید جنرال شکارچي: له هر ګواښ وروسته مو ټرامپ په خوله وهلی دی
Jun 11, 2026 11:20پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوړرتبه ویاند وویل: هر ګواښ چې د امریکا ولسمشر ټرامپ وکړ مونږ هغه کلک په خوله وواهه او دغه موضوع مو ثابته کړې ده.
-
د روسیې په دفاعي نندارتون کې د ایران حضور
Jun 11, 2026 11:07پارس تودی- د سن پټرزبورګ د سمندري دفاع نړیوال نندارتون (FLEET ۲۰۲۶) د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د نړۍ د جګپورو فوځې پلاو په ګډون سره پرانیستل شول.