-
د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ قونسلي کمیسیون د جوړولو لپاره سلا مشورې وشوې
Jul 28, 2023 02:14په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو عمومي مدیر، د ګډ قونسلي کمیسیون د جوړولو په اړه خبرې اترې وکړې.
-
د حسیني تاسوعا په مناسبت درته تسلیت وړاندې کوو
Jul 27, 2023 08:50زمونږ خبریال راپور راکړی اسلامي ایران د تاسوعای حسیني علیه السلام په ورځ په ویر، غم او ماتم کښې ډوب دی او هر ځاې تورې پردې لګیدلي دي.
-
د شهیدانو په برکت نوی نړیوال نظام د جوړیدا په حال کښې دی
Jul 27, 2023 09:09مهر خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د اسلامي انقلاب مکتب د حضرت امام حسین علیه السلام او د عاشورا د مکتب د لارې دوام وباله او ویې ویل نن سبا د اسلام د شهیدانو د پاکې وینې په برکت نوی نړیوال نظم د بڼه د خپلیدا په حال کښې دی.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ورځي
Jul 27, 2023 07:47زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان« نیشن »ورځپاڼې اسلام اباد ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان د سفر خبر ورکړ.
-
د حسیني تاسوعا د رارسېدو تسلیت؛ اسلامي ایران په ماتم کې ډوب دی
Jul 27, 2023 04:16نن پنجشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم د میاشتې ۹مه، چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د جولای د میاشتې له ۲۷مې نېټې سره سمون لري، د حسیني تاسوعا ورځ ده چې له دې یوه ورځ وورسته، حضرت ابا عبدالله الحسین (ع) او د هغه وفادار ملګري د ۶۱ هجري قمري کال د محرم په لسمه په کربلا کې په شهادت رسېږي.
-
د بیان د آزادۍ په پلمه دیني ارزښتونه باید تر پښو لاندې نه شي
Jul 27, 2023 02:56د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل ډنمارکي سیال سره په ټلفوني خبرو کې څرګنده کړه: د بیان آزادي هغه برخه نه ده چې دیني ارزښتونه پکې په نښه او تر پښو لاندې شي.
-
د انقلاب د معظم رهبر په شتون سره د حسیني تاسوعا د شپې د ماتم مراسم ترسره شول
Jul 27, 2023 02:26د حسیني علیه السلام د تاسوعا د ماتم مراسم پرون ماښام (چهارشنبه) د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سیدعلي خامنه يي او د یوشمېر حسیني ماتم کوونکو په شتون سره د امام خمیني (ره) په حرم کې ترسره شول.
-
د اسلامي ایران قدرت د دښمانانو لپاره د تصور وړ نه دی
Jul 26, 2023 11:42ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر ځای ناستي سردار علي فدوي ټینګار وکړ د دښمانانو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت قدرت د تصور وړ نه دی.
-
کرزي له افغانستان سره د ایران د ملګرتیا د زیاتیدا غوښتنه وکړه
Jul 26, 2023 12:03زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر سره په کتنه کښې د افغانستان د ځوانانو لپاره د ایران د زده کړې د ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ.
-
د سلطې نظام نژادي توپیر په بل ډول اجرا کوي
Jul 26, 2023 11:19زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي اکبر احمدیان د بریکس(BRICS) د غړیو هیوادونو د غونډې په څنګ کښې د جنوبي افریقا د ولسمشر مرستیال «خومبوډرو وانتشاوني» سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د سلطې نظام د نژادي توپیر بل شکل د اجرا کولو په حال کښې دی.