-
د «توسکا» په نوم په طبي تجهیزاتو د بار کشتۍ نیول د نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزي ده
Apr 25, 2026 13:29په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ ویلي چې «توسکا» نومې تجارتي کشتۍ مهم طبي تجهیزات او د ډایلاسز لوازمو ایران ته راوړل او په هغې باندې حمله او په غیرقانوني توګه یې نیول، د نړیوالو قوانینو او د بشري حقوقو څرګنده خلاف ورزي ده.
-
د ایران د جان فدا نجونو مانوره
Apr 25, 2026 12:35د ایران د اسلامي جمهوریت په دفاع کې د جان فدا تر کمپاین لاندې څه باندې ۳۰ میلیونو کسانو نوملیکنه کړې، چې په دې انځوریز راپور کې تاسو د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د ایراني نجونو د مانورې انځورونه کتلئ شئ.
-
د ایران په بریاو کې د ایت الله خامنه ای مقام ۸
Apr 23, 2026 13:07علم او ټکنالوژي د یوه ولس د اقتصادي ځواک له ستنو څخه دي، یو ولس د پرمختللې ټکنالوژی او پوهې په لرلو سره، بډایه کیږي، هم سیاسي ځواک ته رسیږي او هم عزتمن کیږي، هم پیاوړی کیږي، د علم او ټکنالوژی د پرمختګ د اهمیت په خاطر دی چي زه په دې مسالې باندې حساس یم، زه بیا هم وایم: العِلمُ سُلطان، علم ځواک دی، علم قدرت دی او بیا پسې لاړ شو، پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو کې باید د علم مسالې ته زیاته توجه وکړي.
-
په ایران باندې د امریکا او د اسرائیلو رژیم پوځي تیری په فارس خلیج او هرمز اوبلاره کښې د ناامنۍ علت دی
Apr 23, 2026 12:42ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د جنوبي کوریا د خارجه وزیر له ځانګړي استازي«چانگ بیانگ ها» سره په کتنه کښې، په ایران باندې د امریکا او د اسرائیلو رژیم پوځي تیری په فارس خلیج او هرمز اوبلاره کښې د ناامنۍ علت وباله.
-
ایران د پینځو عربو هیوادونو له خاورې او فضا څخه د امریکا د ناوړه استفادې په هکله اعتراض وکړ
Apr 23, 2026 11:08ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر امیر «سعید ایرواني» د قطر، د کویت ، د بحرین ، د متحده عربي اماراتو او د سعودي عربستان پینځو عربو هیوادونو له خاورې او فضا څخه د امریکا د ناوړه استفادې په هکله د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش او د امنیت شورا مشر ته په لیک کښې سخت اعتراض وکړ.
-
عراقچي: ښه پوهېږو د زور زیاتي پر وړاندې څنګه ودرېږو
Apr 22, 2026 14:47پارس ټوډي راپور ورکړی – د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ایران ښه پوهېږي څنګه له محدودیتونو سره مقابله او له خپلو ګټو دفاع وکړي.
-
په ایران کې دې جومات د ځاي حکومت په مرکز بدل شي
Apr 22, 2026 14:33پارس ټوډي – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر جومات د یو ډول ځاي حکومتوَلۍ د رامینځته کېدو مرکز وباله.
-
په ملګرو ملتو کې د ایران سفیر: د «توسکا» کشتۍ او عمله دې سمدستي خوشي شي
Apr 22, 2026 14:20پارس ټوډي – په ملګرو ملتو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایراوانی په یوه لیک کې د دغې موسیسې له سرمنشي او د امنیت شورا له مشر څخه وغوښتل چې امریکا دې د «توسکا» تجارتي کشتۍ، د هغې عمله، د هغوی کورنۍ او د دې پېښې ټول اغېزمن کسان په بېقید او شرطه سمدستي خوشي کړي.
-
محاصره په قانوني متنونو کې د تیري د تعریف یوه روښانه بیلګه ده.
Apr 22, 2026 12:16پارس ټوډې - د نړیوالو چارو یوه تکړه شناندي او کارپوه رضا ناصری ټینګار وکړ چې دا عمل د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې لاندې د ځان دفاع لپاره د ایران د حق مشروع تمرین دی، د غیرقانوني او بې دلیله وسله وال برید په ځواب کې او د هغې د شتون لپاره د بې ساري ګواښونو په وړاندې.
-
که دښمن بیا کومه تیروتنه وکړي،نو د درست ځواکونه ګوته په ټریګر دي
Apr 22, 2026 12:06پارس ټوډې -د ایران د اسلامی جمهوریت د خاتم الانبیا مرکزي غونډ مسئولانو اعلان وکړ: زمونږګوته په ټریګرده او ددښمن هر ډول تیري ته به ځواب ووایو.