-
افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي
Feb 10, 2026 08:49د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې افغانستان او شاوخوا سیمو کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د هند او پاکستان ترمنځ سیمو کې د"ترهګریزو" فعالیتونو شتون لیدل کېږي.
-
په کابل کې د دوحې د کاري ډلې درېیمه غونډه وشوه
Feb 10, 2026 08:43د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، په کابل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه غونډه د یوناما په کوربهتوب په حضوري او انلاین بڼه ترسره شوه.
-
له پولیو خلاص افغانستان بنسټ ماشومانو ته د واکسین پر تطبیق ټینګار کړی
Feb 10, 2026 08:32له پولیو خلاص افغانستان بنسټ ویلي چې، له ۵ کلونو کمعمره ماشومان چې د بدن د معافیت کچه یې ټیټه وي، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي.
-
فلسطین کې بشري کړکېچ ۱.۲۶ میلیاردو ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري
Feb 10, 2026 08:27د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کارموندنې او مرستو سازمان (آنروا) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په فلسطین کې بشري کړکېچ ته د پاملرنې لپاره ۱.۲۶ میلیاردو ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده.
-
د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري ۳۸ برابره زیاته شوې
Feb 10, 2026 08:22د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد نږدې ۵۰۰زره ټنو ته رسېدلی او د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې سوداګري له ۱۸ تر ۳۸ برابره زیاته شوې ده.
-
د جیفرې ایپسټین ملګري د امریکا د کانګرس په غونډه کښې چوپتیا غوره کړه
Feb 10, 2026 01:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په امریکا کښې د کم عمره انجلیو د قاچاقچي او فاسد شتمن کس جیفرې ایپسټین ملګري ګیلین میکسویل(Ghislaine Noelle Marion Maxwell) په یوې اینټرنیټي غونډې کښې چې د بندونو ورونو شاته د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د څارنې له کمیټۍ سره وشوه د کانګرس د غړیو پوښتنو ته له ځوابونو ورکولو ډډه وکړه.
-
د ترکیې واکمن ګوند په ایران کښې د پوځي لاسوهنې په هکله خبرداری ورکړ
Feb 10, 2026 00:57ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې واکمن «عدالت او پراختیا »ګوند خبرداری ورکړ په ایران کښې هر ډول پوځي لاسوهنه به د غلطو شننو پراساس وي او د سترې بې ثباتۍ سبب به شي.
-
د ایران اسلامي جمهوریت په جدي ډول له امریکا سره خبرې کوي
Feb 10, 2026 00:45ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په مصر کښې د ایران د ګټو د ساتونکي دفتر مشر «مجتبی فردوسي پور» ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په جدي ډول له امریکا سره خبرې کوي وویل د ایران د اټومي مسلې په هکله د ډيپلوماټیکو حل لارو هیڅ ځای ناستی نشته.
-
ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي د امریکا او د ایران تاوتریخوالی په ډيپلوماسۍ سره حل کیږي
Feb 10, 2026 00:34ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» په دې خبرې سره چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي ډاګینه کړه د تهران او د واشنګټن ترمینځ روان تاوتریخوالي د خلاقانه ډيپلوماسۍ له لارې حل کیدلای شي او د دوو هیوادونو ترمینځ د جنګ لپاره هیڅ سمدستي ګواښ نشته.
-
د اسرائیلو لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر سره زر د کتنې غوښتنه وکړه
Feb 10, 2026 00:16ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د نیواکګر صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر «بنیامین نتانیاهو»د ایران په هکله د نویو اطلاعاتو د وړاندې کولو لپاره د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره د سمدستي کتنې غوښتنه وکړه.