-
بقایی: د ایران قدرت احتمالې هوکړې ته د امریکا د ژمنتیا تضمین کوي
May 26, 2026 11:25پارس تودی- د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: زمونږ قدرت او هغه سبق چي مو یرغلګرو ته ورکړ، په مذاکراتو کې په احتمالې هوکړې باندې د امریکا د ژمن پاتې کېدو ضمانت کوي.
-
د لبنان حزب الله د صهیونیسټ دښمن پرضد بریدونو ته دوام ورکړی
May 26, 2026 11:15ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په جلا جلا بیانیو کښې په جنوب کښې د صهصونیسټ دښمن په مرکزونو باندې د توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو د بریدونو د دوام خبر ورکړ.
-
د سوریې په جنوب کښې په قنیطره او درعا سیمو باندې د اسرائیلو نوي تیري دوام لري
May 26, 2026 10:55ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې سرچینو په تیرو څو ساعتونو کښې د هیواد په جنوب کښې د قنیطره او د درعا په خوا کښې په بیلابیلو سیمو باندې د اسرائیلو رژيم د پوځ د ځمکنیو تیریو او د خوخښتونو خبر ورکړ.
-
د ایراند اسلامي جمهوریت بریالی کړچار د امریکا د شاتګ سبب شو
May 26, 2026 10:28ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د عراق یوه سیاستوال او د الانبار د ائتلاف غړي « رائد صالح الدلیمي» د ایران د مرکچی پلاوي بریالي کړچار ته په اشارې سره وویل:دغه پلاوي له هوښیارۍ په ډک کړچار سره امریکا تر دباو لاندې وروستله چې واشنګټن له خپلو غوښتنو شاتګ وکړي او د تهران وړاندیز د خبرو اترو لپاره د یوه چوکاټ په توګه ومني.
-
قطر کښې له ایران سره د موافقې لپاره خبرې هماغه راز دوام لري
May 26, 2026 10:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د باندنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» ادعا وکړه په قطر کښې له ایران سره د موافقې لپاره خبرې هماغه راز دوام لري او په دغه موافقې کښې خاص ژبې ته رسیدل ممکنه ده څو ورځې وخت واخلي.
-
پاکستان د منځني ختیځ لپاره د چین په څلورو مادو مشتمل د سولې د پلان ملاتړ کوي
May 26, 2026 05:31د پاکستان لومړي وزیر چې چین ته په سفر تللی،وویل، له چین سره د سټراټیژیکو همکاریو لا پیاوړتیا د اسلامآباد د بهرني سیاست بنسټیز اصل دی او پاکستان د منځني ختیځ لپاره د چین د ولسمشر د څلور مادهییز سوله اېز پلان ملاتړ کوي.
-
د مرکزي آسیا د ښځو والیبال؛ ایران په په قدرت سره نیمه پایلوبې ته ورسید
May 26, 2026 05:21پارس ټوډې – د ایران د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي آسیا د اتلولۍ سیالیو په مقدماتي پړاو کې په خپلې دریمې لوبې کې د قزاقستان قدرتمنې لوبډلې ته ماته کړه او په قدرت سره نیمه پایلوبې یا سیمې فائينل ته یې لاره پیدا کړه.
-
د روسیې د ګمرک اعلامیه: له ایران سره سوداګري ۲۰ فیصده زیاته شوې
May 26, 2026 05:14د روسیې د فیډرالي ګمرک د ادارې مشر والري پیکالیف په مسکو کې د ایران له سفیر کاظم جلالي سره په لیدنې کې وویل: د دواړو هېوادونو سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې د تېر کال په پرتله له ۲۰ فیصدو زیاته شوې ده.
-
پاکستان او عربستان په زغرده وئیلي؛له اسرائيلو سره اړیکې نشي عادي کیدلی
May 26, 2026 05:06پاکستان او عربستان له اسرائیلو سره د اړیکو د عادی کولو له بهیر سره د یو ځاي کیدا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتې ته منفي ځواب ورکړ
-
د ایران د پارلیمان مشر او خارجه وزیر قطر ته تللي
May 26, 2026 04:56د محمد باقر قالیباف په مشرئ د ایران یو لوړ پوړی پلاوی قطر ته تللی څو دایران تړل شوي شتمنیو د آزادولو موضوع تعقیب کړي.