-
امریکا کې د واورې ښویېدنې له امله د سکي لوبې ۸ لوبغاړي مړه شوي
Feb 19, 2026 21:04د رسنیو د راپورونو له مخې په کالیفورنیا کې د واورې ښویېدنې له امله د سکي لوبې ۸ تنه غړي مړه شوي او یو کس لاهم لادرکه دی.
-
تېر کال ناڅاپي سېلابونو له ۳۱ زرو زیات کسان افغانستان کې زیانمن کړي
Feb 19, 2026 20:30د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې له ۳۱ زره څخه ډېر کسان د ناڅاپي سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.
-
تېرکال افغانستان کې د ملاریا پېښې ۱۴.۶ سلنه کمې شوي
Feb 19, 2026 20:25د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان هغه راپور رد کړ چې پکې د افغانستان په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا د زیاتوالي ګواښ یاد شوی. د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ملاریا پېښې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۴ اعشاریه ۶ سلنه کمې شوي.
-
په غزه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۷۵زرو واوښت
Feb 19, 2026 20:12الجزیرې راپور ورکړی چې د اسراییلي رژیم او حماس اسلامي غورځنګ ترمنځ د جګړې له امله په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۷۵زرو څخه اوښتی دی.
-
فتاح؛ په سمندرې نښټو کې د ایران د توغندوي مخنیوونکي ځواک نوې کړۍ
Feb 19, 2026 12:42پارس تودي- د فاتح موشکونو د کورنۍ د پرمختګ بهیر او د فاتح هایپرسونیک د نوي نسل د ننوتلو څېړنه ښيي چې ایران د کورني ټکنالوژۍ په تکیه کولو سره، د لرې واټن بېړۍ هدف نیولو او له دفاعي سیسټمونو تېرېدونکې وړتیا ته پاملرنه کړې ده.
-
په غزې کې دې سوله ټینګه او د لوېدیځې غاړې بېثباتي پيزواني شي
Feb 19, 2026 11:47پارس ټوډې – د ملګروملتو د امنیت شورا غړو د لوېدیځې غاړې د بېثباتۍ د کنټرولولو او د غزې د سولې د پلان د دوهم پړاو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.
-
پاکستان بیاځلې د افغانستان د سفارت سرپرست احضار کړ
Feb 19, 2026 10:42پاکستان د هغه څه په اعتراض کې چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو د بیا استفادې په نوم یادوي، په اسلامآباد کې د افغانستان د سفارت کاردار راوغوښت او د طالبانو حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې پاکستان کولی شي د ترهګرو پر ضد په هر ځای کې چې وي اقدام وکړي.
-
د طالبانو د حکومت له خوا د دریو پاکستاني اسیرانو خوشې کېدل
Feb 19, 2026 10:40د طالبانو حکومت درې تنه پاکستاني اسیران د روژې د مبارکې میاشتې د پیل په مناسبت د ښه نیت د یوه اقدام په توګه خوشې کړل.
-
لاوروف وایي چي په ایران باندې برید له اور سره لوبه ده
Feb 19, 2026 10:39د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف وویل چي د ایران په اسلامي جمهوریت باندې هر ډول برید له اور سره لوبه بلل کیږي او هیڅوک په سیمه کې نه غواړي چي له ایران سره شخړې زور واخلي.
-
امریکایي چارواکې وایي چي ایران هر ډول لمسوونکې اقدام ته په ټول توان سره ځواب ورکوي
Feb 19, 2026 10:35د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مخکنی ویاند آلن ویر رسنیو ته وویل که په ایران باندې هر ډول برید وشي، دغه هیواد به په خپل ټول توان سره، ځواب ورکړي.