په غزه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۷۵زرو واوښت
الجزیرې راپور ورکړی چې د اسراییلي رژیم او حماس اسلامي غورځنګ ترمنځ د جګړې له امله په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۷۵زرو څخه اوښتی دی.
د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له ۷مې څخه د ۲۰۲۵کال د جنورۍ تر ۵مې پورې، په غزه کې شاوخوا ۷۵زره او ۲۰۰ د «تاوتریخوالي له امله مړینې» ثبت شوې دي. دا شمېر د فلسطین د روغتیا وزارت لهخوا د همدې مودې لپاره خپرو شویو رسمي شمېرو په پرتله نږدې ۳۵سلنه لوړې دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال د جنورۍ تر ۲۷مې پورې لږترلږه ۷۱زره او ۶۶۲ کسان د جګړې له پیل راهیسې وژل شوي دي.
د اسراییلي رژیم د پوځ یوه چارواکي په جنورۍ کې منلې وه چې د جګړې پرمهال شاوخوا ۷۰زره فلسطینیان وژل شوي دي.
موندنې داهم ښيي چې ښځې، ماشومان او زاړه کسان د ټولو قربانیانو له ۵۶سلنې څخه زیات جوړوي. سربېره پر دې، شاوخوا ۱۶زره غیرتاوتریخوالي مړینې هم اټکل شوي چې ډېری یې د روغتیايي سیسټم د ړنګېدو او د ژوند د خرابو شرایطو له امله رامنځته شوې دي.
که څه هم دا مهال د امریکا په منځګړیتوب د دواړو لورو ترمنځ اوربند نافذ شوی، خو راپورونه ښيي چې اسرائیلي رژیم تر اوربند وروسته هم بریدونو ته دوام ورکړی، چې په پایله کې یې سلګونه نور فلسطینیان وژل شوي دي.