-
په افغانستان کې د ۸۴۵ میګاواټه برېښنا تولید پروژو تړونونه لاسلیک شول
Feb 12, 2026 04:02د افغانستان برېښنا شرکت او د عزیزي ګروپ ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
-
یوناما یو ځل بیا د نجونو پر زدهکړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې
Feb 12, 2026 03:59په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) له طالبانو یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پر زدهکړو محدودیت لرې کړي.
-
ملګري ملتونه: ښځې د علم او پوهې په مرسته مثبت بدلون راولي
Feb 12, 2026 03:55د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په علومو کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ټينګار کړی چې په علمي برخو کې دې د ښځو حضور او اغېزمن رول ته برابر فرصتونه رامنځته شي.
-
له فلسطینه د ملاتړ پر دوام او پر ایران له هر ډول برید سره پر مخالفت د لاریجاني او د حماس د چارواکي ټینګار
Feb 12, 2026 03:51حماس د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې اعلان وکړ چې د دې غورځنګ د رهبرۍ شورا مشر، محمد درویش، د حماس د لوړپوړو غړو له یوه پلاوي سره یو ځای، په دوحه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا له منشي علي لاریجاني سره لیدنه او خبرې کړې دي.
-
ابوعبیده: پر ایران هر ډول یرغل پر ټول اسلامي امت یرغل دی
Feb 12, 2026 03:50د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ ـ حماس پوځي څانګې د عزالدین القسام کنډکونو ویاند ابوعبیده، په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د ایران پر اسلامي جمهوریت او زموږ پر ورور ملت هر ډول یرغل د ټول اسلامي امت پر وړاندې یرغل ګڼو.
-
الحوثي: ایران د صهیونیسټانو دسیسو پر وړاندې ولاړ دی
Feb 12, 2026 03:48د یمن د انصارالله غورځنګ مشر، د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې ایران د صهیونیسټانو دسیسو پر وړاندې ټینګ ولاړ دی.
-
د پاکستان ځانګړي استازي له ریچارډ بېنټ سره د افغانستان په اړه غږېدلی
Feb 12, 2026 03:45د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ سره لیدلي او د دغه هېواد پر اوسني وضعیت یې خبرې کړې دي.
-
د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر د قطر له امیر سره کتنه وکړه
Feb 11, 2026 11:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي لاریجاني په دوحه کښې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره کتنه او سلامشوره وکړه.
-
د میدان او د ډيپلوماسۍ سربازان د ملت سل په سله ملاتړ لري
Feb 11, 2026 10:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تهران د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې په لاریونونو کښې ګډون کونکو خلکو د پاې د پریکړه لیک په تائیدولو سره وویل همدا اوس د میدان او د ډيپلوماسۍ په ګډه د کار کولو وخت دی او د دغو دواړو ډګرونو سربازان د ملت بچیان او د ملت سل په سله ملاتړ لري.
-
ملګري ملتونو د تحریک طالبان پاکستان د حملو په هکله د اسلام اباد د اندیښنې ملاتړ وکړ
Feb 11, 2026 09:58ایرنا خبري اژانس راپور راکړ د ملګروملتونو امنیت شورا په یوه راپور کښې یوځل بیا له افغانستان څخه په پاکستان باندې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې د حملو د زیاتیدا په هکله د اسلام اباد د دریځ ملاتړ وکړ او ویې ویل دغه حالت د سیمې د هیوادونو د ژورې اندیښنې او د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شوی دی.