-
مجاهد: په ټول هېواد کې څه باندې ۶۸۰ زره یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي
Sep 05, 2026 15:02د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، تېر کال په ټول افغانستان کې ۶۸۰ زره او ۵۸۳ یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي دي.
-
په بولیویا کې په یوه پوځي مرکز کې چاودنې لږ تر لږه دوه کسان وژلي
Sep 05, 2026 15:01د بولیویا په یوه پوځي مرکز کې د چاودنې له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
-
په غزني کې د خلکو په شخصي درې میلیونه افغانۍ لګښت یو پل جوړ شو
Sep 05, 2026 14:59د غزني د جاغوري ولسوالۍ په یوه کلي کې د سیمې د اوسېدونکو په شخصي لګښت نږدې درې میلیونه افغانۍ ارزښت لرونکی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
-
د ایران جګړې اغېز؛ په امریکا کې د ډیزلو بیې ریکارډ کچې لوړې شوي
Sep 05, 2026 14:58د ایران او امریکا د جګړې له امله د انرژۍ پر بیو د فشار نښې په امریکا کې راڅرګندې شوې او د ډیزلو بیه په دغه هېواد کې د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
-
روسیه: ناټو به د اسرائیلو پر وړاندې د ترکیې ملاتړ ونه کړي
Sep 05, 2026 14:57د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، که د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ زیات شي، ناټو به د انقرې ملاتړ ونه کړي.
-
کرزی: افغانستان هېڅکله اجازه نه ده ورکړې چې خاوره یې د ایران پر ضد وکارول شي
Sep 05, 2026 14:55د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د هغه د ولسمشرۍ پر مهال افغانستان هېڅکله اجازه نه ده ورکړې چې د هېواد خاوره یې د ایران پر ضد وکارول شي.
-
امریکا او په عربستان د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د یرغلیزو مهماتو پلورل
Sep 05, 2026 14:52پارس ټوډې –امریکا په سعودي عربستان د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د زیات شمیر مهماتو او تجهیزاتو پلورل تایید کړل.
-
د ابو ريحان البيروني په ياد د علمي سيمنارونو په جوړولو د چارواکو او کارپوهانو ټينګار
Sep 05, 2026 14:51ابو ریحان البیروني د منځنیو پېړیو له هغو مسلمانو عالمانو څخه دی چې د خپل وخت له پولو هاخوا یې په بېلابېلو علمي برخو کې نوم او نښان پرېښی دی.
-
په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ وژل شوي سرتېرې پټ خاورو ته سپارل شوي
Sep 05, 2026 14:46د پاکستان په بلوچستان کې د بېلتونپاله وسله والو په برید کې د وژل شویو پاکستاني پوځیانو جسدونه د شپې له خوا د لېږد او خاورو ته سپارلو ویډیو خپره شوې، چې په دغه هېواد کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
-
د عراق پوځي کارپيژاند: ایران د خبرو لپاره د امریکا شرطونه نه مني
Sep 05, 2026 14:25پارس ټوډې- د عراق هیواد د امنیتي او د سیاسي مسائیلو کارپیژاند، د ایران په میناب او سیریک ښارونو کښې په ملکي وګړو باندې د امریکا د پوځ بریدونه جنګي جنایت وباله او ټینګار یې وکړ:ایران د خبرو اترو لپاره د امریکا شرطونه نه مني.