-
هرمزګان ولایت، د جنوب جنت مابه سیمه
Feb 01, 2026 09:19دغه ولایت د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله، د طبیعت بې ساري ښکلا، تاریخي جاذبې او محلي کلتور یو بې مثاله ترکیب لري. چي په دې مطلب کې به ورته یوه لنډه کتنه وکړو.
-
د سیمې د تاوتریخوالو په هکله د عربستان دریځ نه دی بدل شوی
Feb 01, 2026 02:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سعودي عربستان یوه حکومتي چارواکي د سیمې د تاوتریخوالو د زیاتیدا په هکله د عربستان د دریځ د بدلیدا په هکله د امریکا د «ایکسیوس» ورځپاڼې راپور دروغ وباله.
-
هیڅوک د مقاومت د له مینځه وړلو جوګه نه دی
Feb 01, 2026 01:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان په پارلمان کښې مقاومت ته د« وفادارۍ د فراکسیون» استازي «علي مقداد» د لبنان په پارلمان کښې وویل حزب الله غورځنګ به لبنان د اسرائیلو رژيم د تیریو په مقابل کښې وساتي او هیڅ قدرت نشي کولای هغه په کورني یا نړیوال ډګر کښې له مینځه یوسي.
-
عراق ته د امریکا عسکر ورغلي خو نهايي مقصد یې نه دی معلوم
Feb 01, 2026 01:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو پرون یوشمیر انځورونه خپاره کړل چې پکښې د امریکا یو ستر پوځي کاروان له سوریې سره د عراق د شمالي سرحد له لارې عراق ته ورننوتلی دی او د دغه کاروان نهايي مقصد تراوسه معلوم نه دی.
-
د «شیعه غږملتیا چوکاټ»یوځل بیا نوري مالکي د عراق لومړی وزیر اعلان کړ
Feb 01, 2026 00:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د «شیعه غږملتیا» چوکاټ یوځل بیا د دغه هیواد د لومړي وزارت د څوکۍ لپاره د نوري مالکي کاندید کیدا ته د پاې بندۍ په اعلانولو سره په دغه بهیر کښې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه او یا دباو په پریکنده توګه رد کړ.
-
په هایټي هیواد کښې د امریکا سفارت ته نږدې سختې ډزې شوي
Feb 01, 2026 00:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ځايي او امریکايي چارواکو په هایټي هیواد کښې په «پورټو پرنس» سیمه کښې د امریکا سفارت ته نږدې د سختو ډزو خبر ورکړی. په پورټو پرنس سیمه کښې د امریکا سفارت د خپل هیواد د ښاریزو لپاره سمدستي امنیتي خبرداری خپور کړ.
-
له ایران اسلامي جمهوریت سره د خبرو اترو په حال کښې یوو
Feb 01, 2026 00:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په دې خبرې سره چې له ایران سره د خبرو اترو په حال کښې یوو ادعا وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله د واشنګټن سټراټيژۍ په خبرو اترو متمرکزه ده نه په جنګ.
-
قطر د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا له مشر سره د کتنې بیانیه خپره کړه
Feb 01, 2026 00:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل د دغه هیواد لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر «شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني»د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د شورا له مشر علي لاریجاني سره په کتنه کښې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د سیمه ئیزو ملګرتیاو د پیاوړتیا ، د سوله ئیزو حل لارو د ملاتړ او د سیمې په خلکو باندې د پوځي جنګ د پایلو د تپلو د مخنیوي پرضرورت ټینګار وکړ.
-
د خبرو اترو لپاره چوکاټ د پرمختګ په حال کښې دی
Jan 31, 2026 23:55ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي لاریجاني ډاګینه کړه د خبرو اترو لپاره د چوکاټ جوړیدل د پرمختګ په حال کښې دي.
-
فارس خلیج کښې له سیمې د ورهاخوا ځواکونو شتون تل تاوتریخوالی زیات کړی
Jan 31, 2026 23:42ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په فارس خلیج سیمه کښې د پردیو ځواکونو د شتون په هکله د یوه پیغام په خپرولو سره ټینګار وکړ په فارس خلیج کښې له سیمې د ورهاخوا هیوادونو د ځواکونو د شتون نتیجه تل د تاوتریخوالي د کمولو پرځاې د تاوتریخوالي زیاتیدل و او دي.