-
عراقي شنونکی: ایران د «نوي منځني ختیځ» طرحه ناکامه کړه
Jun 23, 2026 15:42پارس ټوډی – یو عراقي سیاسي شنونکي ویلي چې ایران د امریکا پر وړاندې د خپل مقاومت او د واشنګټن د طرحو د شنډولو له لارې د «نوي منځني ختیځ» پروژه ناکامه کړې ده.
-
ملګري ملتونه: د فلسطیني ماشومانو د قصدي په نښه کېدو شواهد شته
Jun 23, 2026 15:38پارس ټوډی – ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي چې داسې شواهد موجود دي چې ښيي د صهیونیستي رژیم ځواکونو فلسطیني ماشومان په قصدي ډول په نښه کړي دي؛ هغه اقدام چې د دې نړیوال سازمان په وینا په غزه کې د «نسلوژنې د قصد» د ارزونې په چوکاټ کې څېړل کېږي.
-
په اسلام اباد کې د ډاکټر مسعود پزشکیان تود هرکلی وشو
Jun 23, 2026 15:35پارس ټوډې- هغه الوتکه چې ایرانی ولسمشر پرې پاکستان ته راغلی، «میناب 168» نومېږي. دغه نوم په ایران کې پر یوه ښوونځي د برید پر مهال د شهید شویو ماشومانو په یاد کیښودل شوی دی. دا له جنګ وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر لومړنی بهرنی سفر ګڼل کېږي. له هغه سره د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ملګري دي.
-
د امریکا پخوانی مرکچي: ټرمپ د ایران لپاره د اقتصادي امتیازونو په ورکولو سره تسلیم شوی
Jun 23, 2026 13:39پارس ټوډی – د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د حکومت د اټومي مذاکراتي ټیم لوړپوړي غړي د ایران لپاره د اقتصادي امتیازونو د ورکړې په اړه د ډونالډ ټرمپ موافقه اړینه بللې او ویلي یې دي چې ټرمپ پخوا دا موضوع ردوله، خو اوس د دې واقعیت پر وړاندې تسلیم شوی دی.
-
نتانیاهو څنګه د خپلو جګړو په جال کې راګیر شو؟
Jun 23, 2026 13:29پارس ټوډی – د ایران او امریکا ترمنځ د اسلامآباد د تفاهملیک، لاسلیک کېدو د بنیامین نتانیاهو مطلوبې معادلې ګډې وډې کړې او صهیونیستي رژیم یې د ستراتیژیکې انزوا، پوځي ستړیا او سیاسي بحران په داسې بې ساري وضعیت کې اچولی چې آن اسراییلي رسنۍ یې «د اسراییلو لپاره تر ټولو بد ممکن حالت» بولي.
-
بریکس د ویجاړو شویو ځمکو د بیارغونې لپاره نوی پروګرام پیل کړی
Jun 23, 2026 13:13پارس ټوډی - د چاپېریال کارپوهانو د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د وچکالۍ او د وچو سیمو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او د بریکس هېوادونو ترمنځ یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.
-
د لبنان د روغتیا وزارت: د صهیونیستي بریدونو د شهیدانو شمېر له ۴ زرو واوښت
Jun 23, 2026 13:09پارس ټوډی - د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د روان کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې د شهیدانو شمېر ۴ زره او ۱۷۵ تنو ته رسېدلی دی.
-
حزب الله به د اور بند خلاف ورزئ ته پریکنده ځواب ورکړي
Jun 23, 2026 12:59ایکنا - محمود قماطي خبرداری ورکړی؛د مقاومتي چورلیز سترګې خلاصې دي او ګوته په ټریګر ده څو د صهیونیسټي رژيم له خوا د هرډول خلاف ورزئ په وړاندې مقابله وکړي
-
د سویس د مذاکراتو نوي جزئیات؛ د څلورو کاري ډلو او څارونکو کمیشنونه جوړشول
Jun 23, 2026 12:50پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د تخنیکي مذاکراتو د برخې مشر کاظم غریبآبادي وویل چې د سویس په غونډې کې د راتلونکو مذاکراتو پر ترتیباتو موافقه شوې ده.
-
د اسرائیلو توکمپال حکومت د امریکا د ملاتړ وړ نه دی
Jun 23, 2026 12:46پارس ټوډی- د امریکا د ورمونټ ایالت خپلواکه سناتور برني سندرز د صهیونیسټي رژیم د کورني امنیت د وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د ټول لبنان د سوځولو غوښتنه ئې کړې وه، وویل: دا د یوه جنګي جنایتکار خبره ده او د اسرائیلو توکمپال حکومت د امریکا د ملاتړ مستحق نه دی.