-
حماس د اوربند د تړون د بشپړ پلي کېدو او دوهم پړاو ته د تګ ټینګار وکړ
Dec 29, 2025 12:23د حماس غورځنګ یوه مشر ویلي، صهیونيستي اشغالګر د اوربند تړون ته ژمن نه دي او موږ د تړون د بشپړ پلي کېدو او دوهم پړاو ته د تګ غوښتنه کوو.
-
د غزې پر ضد د جنایتونو پر وړاندې چوپتیا خیانت دی
Dec 29, 2025 12:21پارسټودی – د مسلمانانو د نړیوالې علماوو اتحادیې مشر ویلي، د ژمي له راتګ سره د غزې انساني وضعیت لا خراب شوی او پر صهیونيستي جنایتونو چوپتیا خیانت دی.
-
په مکسیکو کې د اورګاډي د چپه کېدو پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي
Dec 29, 2025 12:18د مکسیکو د جنوب لوېدیځ اوساکا ایالت کې یو اورګاډی د تګ پر مهال له پټلۍ وتلی او له امله یې ۱۳ کسان وژل شوي او ۹۸ نور ټپیان شوي.
-
په سرینام کې یو کس د ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژلي
Dec 29, 2025 12:16د جنوبي امریکا په هېواد سرینام کې د چاقو په برید کې یو کس د ۵ ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
-
د افغان وګړو د ترور په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند غبرګون
Dec 29, 2025 12:12د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغه هېواد کې د دوو افغان وګړو د ترور په اړه ویلي چې د هر هغه اقدام پر وړاندې حساس دي چې د ټولنې امنیت له ګواښ سره مخ کړي، او په قاطع ډول به ورسره چلند وشي.
-
پاکستان څلور افغان وګړي نیولي
Dec 29, 2025 12:07د پاکستان پولیسو د څلورو افغان وګړو د نیولو خبر ورکړی دی.
-
کابل د سیمې تر ټولو غیرمعیاري پلازمېنه
Dec 29, 2025 12:04ملګرو ملتونو اعلان کړی چې کابل د سیمې له هغو ښارونو څخه دی چې تر ټولو لوړه کچه غیررسمي مېشتځایونه لري.
-
د طالبانو او امریکا اړیکې تودیږي
Dec 29, 2025 12:01طالبانو ویلي چې له امریکا سره یې دوهاړخیزو اړیکو کې نوې مرحله پیل شوې ده.
-
د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بشري ویزې د جعل په اړه خبرداری ورکړ
Dec 29, 2025 11:49د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ایران کې د بشري ویزو د جعلي ادعاوو په اړه خبرداری ورکړی دی.
-
کابلوف: روسیه د افغان کارګرانو منلو ته چمتو نه ده
Dec 29, 2025 11:46د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې مسکو د امنیتي دلایلو له امله د افغان کارګرانو منلو ته چمتو نه دی.