کابلوف: روسیه د افغان کارګرانو منلو ته چمتو نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i168974-کابلوف_روسیه_د_افغان_کارګرانو_منلو_ته_چمتو_نه_ده
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې مسکو د امنیتي دلایلو له امله د افغان کارګرانو منلو ته چمتو نه دی.
(last modified 2025-12-29T10:49:09+00:00 )
Dec 29, 2025 15:16 Asia/Kabul
  • کابلوف: روسیه د افغان کارګرانو منلو ته چمتو نه ده

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې مسکو د امنیتي دلایلو له امله د افغان کارګرانو منلو ته چمتو نه دی.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د ریانووستي خبري اژانس ته ویلي چې هېواد یې د امنیتي اندېښنو له کبله تر اوسه د افغانستان څخه د مهاجرو کارګرانو پراخ منلو ته چمتو نه دی.

تر دې وړاندې، په روسیه کې د افغانستان سفیر حسن ګل حسن، ریانووستي ته ویلي وو چې کابل د کرنې په برخه کې د افغان مهاجرو کارګرانو د ګمارنې د امکان په اړه له روسي چارواکو سره خبرې کوي.

کابلوف وویل: «موږ نشو کولی خپلې دروازې په بشپړه توګه د هغو ډېرو کسانو پر مخ خلاصې کړو چې د هغوی د کنټرول په توان کې شک لرو – دا د قانون خلاف دی. دا مهال موږ هېڅ تضمین یا عملي میکانیزم نه لرو.»

د کابلوف په وینا، که له افغانستان څخه د مهاجرو بهیر سم کنټرول نه شي، دا خطر شته چې «بېلابېل عناصر، په شمول د تخریبي عناصرو»، د هغوی په منځ کې راڅرګند شي.

هغه زیاته کړه: «دا احتمال په راتلونکي کې شته. خو هر څه باید په دقت سره تنظیم، اداره او تر څار لاندې ونیول شي. دا مهال داسې کوم پروګرامونه نشته او دا وضاحتونه د افغانستان سفیر ته وړاندې شوي دي.»

د کابلوف په وینا، په روسیه کې د افغان کاري ځواک اوسنی کلنۍ ونډه نږدې ۸۰ کسان دي.