د غزې پر ضد د جنایتونو پر وړاندې چوپتیا خیانت دی
Dec 29, 2025 15:51 Asia/Kabul
پارسټودی – د مسلمانانو د نړیوالې علماوو اتحادیې مشر ویلي، د ژمي له راتګ سره د غزې انساني وضعیت لا خراب شوی او پر صهیونيستي جنایتونو چوپتیا خیانت دی.
شیخ «علي محييالدین القرهداغي» وویل، د مظلومانو مرسته کول دیني او اخلاقي وجیبه ده او پر ظلم چوپ پاتې کېدل د اسلامي امت له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
هغه زیاته کړه، د خېمو شلېدل، د باران له امله ډوبېدل او د ښځو او ماشومانو بېسرپناه کېدل، د غزې د فلسطینیانو د بشري فاجعې ژورتیا ښيي.
نوموړي له ملتونو، دولتونو او بشردوستانه بنسټونو وغوښتل چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او د یرغل د درولو او د زیانمنو خلکو د مرستې لپاره جدي اقدام وکړي.
ټیګونه