-
د ایران ملي لوبډلې له ولس سره ځانګړی پیغام شریک کړ
Jun 22, 2026 07:43د ایران د فوټبال ملي لوبغاړو د ۱۶۸ شمېرې په کارولو سره یو ځل بیا د میناب د پېښې د شهیدانو یاد تازه کړ.
-
ایران: امریکا باید د لبنان په اړه د صهیونیستي رژیم د تېریو ځواب ووایي
Jun 22, 2026 07:37د ایران د اته کلنې دفاع مقدسې دورې د سپاه پخواني عمومي قوماندان، سرلشکر رضایي ویلي چې امریکا د ایران له اسلامي جمهوریت سره د شویو تفاهمونو له مخې د لبنان په وړاندې د صهیونیستي رژیم د تېریو او کړکېچ جوړوونکو اقداماتو مسؤلیت لري او باید په دې اړه ځواب ووایي.
-
یونیسف: په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوو
Jun 22, 2026 07:35د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف وایي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله زیانمن شوي ماشومان د ځانګړو درملیزو خوړو په ترلاسه کولو سره بېرته د روغتیا پر لور ستنېږي.
-
محمد اشرف غني: د عبدالاحد مومند ناڅاپي مړینې ودردولم
Jun 22, 2026 07:32د افغانستان پخواني ولسمشر، محمد اشرف غني، د لومړني افغان ستورمزلي، عبدالاحد مومند، پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هغه ناڅاپي مړینې سخت دردولی دی.
-
طالبانو له یونیسف څخه د روغتیايي خدمتونو د پراختیا غوښتنه کړې
Jun 22, 2026 07:29د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي، په افغانستان کې د یونیسف له استازي سره د لیدنې پر مهال د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د روغتیايي پروګرامونو د اغېزمنتیا په اړه خبرې کړې دي.
-
ایران په ختیځ زون کې د کانونو پر پانګونې چمتووالی ښودلی
Jun 22, 2026 07:26د ایران اسلامي جمهوریت ویلي چې د افغانستان په ختیځ زون کې د کانونو پر سکتور د پانګونې ترڅنګ د معدنچیانو د روزنې او کاري ظرفیت لوړولو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دی.
-
د بورګن اشټوک ناسته؛ د اسلام اباد د تفاهم لومړی جدي ازموینه
Jun 21, 2026 17:50د ایران او امریکا ترمنځ ناسته چې د اتبار په ورځ د سویس په بورګن اشټوک غرني استوګنځي کې پیل شوي ، یوازې یوه بله ډیپلوماتیکه غونډه نه ده، بلکې د هغه تفاهم لومړی جدي ازموینه ده چې تېره اونۍ په اسلام اباد کې لاسلیک شو
-
اسلام اباد د انقلاب اسلامي له معظم رهبر قدرونه وکړه
Jun 21, 2026 15:34د پارس تودی له راپور سره سم د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې، د اسلام اباد د دولت د ورورګلویز ، مسئولانه او ژمن دریځ په قدرداني سره، د اوربند د توافق او ایران پرضد د امریکا او صهیونیستي رژیم د جګړې د پای ته رسېدو د خبرو اترو په بهیر کې د دغه هېواد د رغنده او مؤثر رول او د مذاکراتو د پایلو د تثبیت په برخه کې د مرستې په اړه ټینګار وکړ.
-
د ایران ملي فوټبال ټیم لاس انجلس ته له رسېدو وروسته، له بلجیم سره له لیدو مخکې خپل وروستی تمرین ترسره کړ
Jun 21, 2026 15:33د ایران د اسلامي جمهوریت ملي فوټبال ټیم د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د ګروپي پړاو په دویم پړاو کې د بلجیم سره د لیدو لپاره نن د امریکا لاس انجلس ته ورسېد.
-
د ایران او امریکا ترمینځ خبرې اترې په منځګړیتوب سره پیل شوی دي
Jun 21, 2026 15:29د پارس تودی د راپور له مخې د ایران او امریکا خبرې اترې په سویس کې د ایران له هیئت سره د کوربه هېواد او د دوو منځګړو هېوادونو یعنی پاکستان او قطر سره په خبرو پیل شوې دي. د امریکا د مذاکره کوونکو مشر دی.