-
خواجه اصف: تر هغو به اوربند وي چې افغان لوري برید نه وي کړی
Nov 08, 2025 07:49دافغان رسندویو له راپور سره سم د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند به تر هغه وخت وي، ترڅو چې افغان لوري برید نه وي کړی.
-
له ابراهیم موافقې سره د قزاقستان یوځاې کیدل د خپلو جنایتونو لپاره صهیونیسټ رژيم ته یو انعام دی
Nov 08, 2025 02:03ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د مقاومت کمیټیو د یوې بیانیې په خپرولو سره په کلکه له ابراهیم موافقې سره د قزاقستان د یوځاې کیدا یعني له اسرائیلو نیواکګر رژیم سره د اړیکو د عادي کولو د موافقې او له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د پراخولو لپاره اقدام وغاند او هغه یې د فلسطین د ملت پرضد د نسل کشۍ په خاطر د اسرائیلو فاشیسټي رژيم او د هغه مشرانو ته یو انعام وباله.
-
د فلسطین مقاومت ډلو د اسرائیلو رژیم د یوه بل بندي مړی وروسپاره
Nov 08, 2025 01:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو راپور ورکړ چې د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې د صهیونیسټ رژیم د یوه بل بندي مړی د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ ته ورسپارل شوی دی.
-
د صهیونیسټ رژيم د جاسوسۍ الوتکې د سوریې په جنوب کښې ګزمې کوي
Nov 08, 2025 01:35ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکې او د جاسوسۍ بې پایلوټه الوتکې د سوریې په جنوب کښې د ګزمو د ترسره کولو په حال کښې دي.
-
یمن به د یوې سترې امنیتي بریا مخ کتنه وکړي
Nov 08, 2025 01:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې د یمن د کورنیو چارو وزارت به نن د یوې سترې امنیتي بریا مخ کتنه وکړي.
-
حماس په ترکیې کښې د صهیونیسټ رژيم د اوه دیرشو چارواکو د نیولو د حکم هرکلی وکړ
Nov 08, 2025 01:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ په یوې بیانیې کښې د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د د غه رژیم د جنګ د اوسنیو او پخوانیو وزیرانو یسرائیل کاتس او د یواو ګالانټ په شمول چې جنګي جنایتکاران دي د ترکیې د استانبول د عمومي څارنوال لخوا د صهیونیسټ رژیم د اوه دیرشو چارواکو د نیولو د حکم هرکلی وکړ.
-
عراق د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خپلو اړیکو احترام کوي
Nov 08, 2025 00:42ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزیر «فواد حسین» په یو لړ څرګندونو کښې د ایران او د خپل هیواد ترمینځ د ډیرو جغرافیايي، تاریخي او د کلتوري ګډولو مخینې ته په اشارې سره ټینګار وکړ له ایران سره د خپلو اړیکو احترام کوو.
-
د ایران پرضد د تیري په جنایت کښې د امریکا رول له لومړیو څخه معلوم و
Nov 08, 2025 00:25ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ لخوا د ایران پرضد د اسرائیلو د پوځي تیري د مسوولیت منلو ته په غبرګون کښې وویل
-
په ترکیه کښې د پاکستان او د افغانستان خبرې له کومې نتیجې پرته ختمې شوې
Nov 08, 2025 00:11زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل په ترکیه کښې د افغانستان د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمینځ خبرې ختمې شوي او اوس د خبرو اترو د راتلونکي پړاو هیڅ پروګرام نشته.
-
د تجارت او د سرحدي ملګرتیاو پراختیا د ایران او د پاکستان د اقتصادي ودې او د امنیت ضامن ده
Nov 07, 2025 23:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر د بریاو په بیانولو سره وویل