د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو کې درې فلسطینیان شهیدان شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136188
د اردن سیند په لويدیځه غاړه کې د صهیونیسټانو د ډزو له امله درې فلسطینیان شهیدان شوي دي.
(last modified 2023-07-25T09:34:07+00:00 )
Jul 25, 2023 14:01 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو کې درې فلسطینیان شهیدان شول

د اردن سیند په لويدیځه غاړه کې د صهیونیسټانو د ډزو له امله درې فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د الجزیرې خبري چینل د خبر له مخې، د اسرائیلو پوځ د سه شنبې په سهار اعلان وکړ چې په نابلس کې یې پر یوه موټر باندې د برید له امله، درې فلسطینیان په شهادت رسولي دي.

د اسرائیلو پوځ ادعا کوي چې دغو کسانو پر اسرائیلي پوځیانو ډزې کړې دي.

په همدې حال کې، د حماس غورځنګ ویندوی «عبداللطیف القانوع» په نابلس کې د درېیو فلسطینیانو له شهادت وروسته ټینګار وکړ، چې د دغو شهیدانو وینه به ضایع نه شي او په اور او باروتو به بدلېږي، چې صهیونیسټان به په اور کښېنوي او دښمن به ډېر ژر د خپلو جنایتونو قیمت ورکوي.

القانوع وویل، له نیواکګرو ځواکونو سره له نښتې وروسته، په نابلس کې د مقاومت د یوشمېر اتلانو د وژلو جنایت به د صهیونیسټي رژیم د فاشیستي کابینې د جنایتونو او د فلسطین پر ملت د تېریو په کارنامې کې اضافه شي .

د حماس وياند وويل، په لوېديځه غاړه کې د مقاومت د اتلانو وژل کېدل به د مقاومت د کمزورتيا یا ناکامۍ سبب نه شي او مقاومت او انقلابي ځوانان به خپلو موخو ته تر رسېدو پورې دغې لارې ته دوام ورکړي.