د نړۍ په میلیونوخلکو بیا د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړکې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146390-د_نړۍ_په_میلیونوخلکو_بیا_د_فلسطین_د_مظلوم_ولس_په_ملاتړکې_مظاهرې_وکړې
د نړۍ په ۴۵هیوادونو کې په لکونو خلکو په مظاهرو سره په غزې کې د وحشي صهیونیسټانو د نسل وژنې ددریدا غوښتته وکړه
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 18, 2024 12:36 Asia/Kabul
  • د نړۍ په میلیونوخلکو بیا د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړکې مظاهرې وکړې

د نړۍ په ۴۵هیوادونو کې په لکونو خلکو په مظاهرو سره په غزې کې د وحشي صهیونیسټانو د نسل وژنې ددریدا غوښتته وکړه

 المیادین ټيلیویژني چینل راپور ورکړ، د نړۍ په مختلفو سیمو کې په میلیونونو خلکو  پرون  د فلسطین له مظلومو خلکو سره د نړیوال پیوستون د اعلان په دوهمه ورځ  ستر لاریونونه وکړل او په غزې تړانګې کې ئې د فلسطینیانو د عامې وژلې  په کلکه محکومې کړې.

 مظاهره چیانو په دې په ټینګار سره چې  د فلسطین  دملت مقاومت  ورځ تر بلې لاپیاوړی کیږي،او هیڅکله به  هم نابود نشي ، ټینګار کړی دی ،تر هغه وخته چې د میّندو،پلارانو، بچیانو او  او دنوزیږو بشمول د فلسطینیانو قتل عام  کیږي، مقاومت به په قدرت سره باقي پاتې وي.

د فرانسې جرمني ،هالینډ،ؤسویس ، امریکا، انګلستان پشمول  د لسګنو اروپائی هیوادونو پشمول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې او ۴۵ هیوادونو  په سلګونو ښارونو او ښارګیو کې  په میلیونونو خلکو د فلسطین له مظلومو خلکو سره د پیوستون په اعلانولو سره  له وحشي صهیونیسټي رژیمه  خپله  کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړ.

Image Caption