Mar 30, 2024 12:13 Asia/Kabul
  • په اسرائیل باندې د ترکیې له لورې د جنګي مهماتو د پلور له دوامه اندېښنې

د ترکیې د احصایي ادارې له خوا صهیونیستي رژیم ته وسلو د صادراتو په هکله د راپورونو خپرېدل، په دغه هیواد کې خورا په یوه جنجالي موضوع بدله شوې ده.

د ترکیې د احصایي د ملې ادارې له راپور سره سم، د رجب طیب اردوغان حکومت د غزې په تړانګې، د اردن د سیند په لوېدیځې غاړې او د فلسطین په نورو نیواکي سیمو باندې د صهیونیستي رژیم د بریدونو سره هممهاله، په دغه رژیم باندې وسلې او بمونه خرڅ کړي دي.

داسي یو اقدام چي د ترکیې د پارلمان د ځینو استازو او د دې هیواد د خلګو غوصه پارولې ده.

د ترکیې د احصایې د ادارې له لورې د خپاره شویو راپورونو له مخې، دا هیواد یوازې په تیر یو کال یعني له ۲۰۲۳ نه بیا تر ۲۰۲۴ کاله پورې صهیونیستي رژیم ته د ۸۰ زرو ډالرو په ارزښت وسلې استولي دي.

راپور زیاتوي چي له ۲۰۲۴ میلادي کال را په دې خوا د ترکیې حکومت اسرائیل رژیم ته باروت، مرمۍ، وسلې او نور فوځي سامان الات ورکړي دي.

له دغه جنجالي راپور نه وروسته، د ترکیې د دفاعي صنعت سازمان او د دې هیواد دفاع وزارت د جلا اعلامیو په خپرولو سره، د صهیونیست رژیم له د فوځي صنعت په برخه کې د هر ډول ملګرتیا تکذیب وکړ.

د ترکیې د سوداګری وزارت هم د یوې اعلامیې په صادرولو سره، ادعا وکړه چي اسرائیل رژیم ته صادر شوي باروت او چاودېدونکې توکې، د جنګ لپاره نه بلکې د ساختماني چارو لپاره کارېدونکې دي.

له دې مخکې د ترکیې د پارلمان ۱۵ استازو د ۱۳ نورو هیوادونو د پارلمان له غړیو سره په ګډه د یوې اعلامیې په صادرولو سره، اسرائیل رژیم ته د هر ډول وسلو او جنګي اوزارونو له استولو سره، د مخالفت اعلان وکړ.

ترکیه لومړنی مسلمان هیواد دی چي د اسرائیل رژیم په رسمیت وپېژنده او ورسره یې اړیکې ټینګې کړې.

د ترکیې او اسرائیل تر مینځ رسمې اړیکې په ۱۹۴۹ میلادی کال کې پیل شوې چي بیا وروسته فرهنګي، سوداګریز او حتی فوځي همکاریو ته هم ورسېده.

د ترکیې ولسمشر اردوغان لومړنی مسلمان مشر وو چي په نیواکي فلسطین کې د اسرائیل د بنسټګر تئودور هرتزل له قبر څخه کتنه وکړه.

 

د ترکیې ولسمشر اردوغان او د اسرائیل د رژیم مشر اسحاق هرتزوګ

اسرائیل رژیم د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر له اووهمې راهیسې د غربي هیوادونو په ملګرتیا په غزې او د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د فلسطین په بې دفاع ولس باندې یرغل پیل کړی دی.

د وروستیو شمېرنو له مخې، په غزې کې تر دې دمه د اسرائیل د بریدونو په پایله کې له ۳۲ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي او له ۷۴ زرو نه زیات ټپیان شوي دي.

په ۱۹۱۷ میلادي کال کې د انګلیس د استعمار د نړۍ له ګوټ ګوټ نه یهودیان فلسطین ته راوسته، او بیا په ۱۹۴۸ میلادي کال کې یهودیانو په فلسطین کې د مسلمانانو په وژلو او د هغوی د ښارونو په نیولو سره، د اسرائیل تر عنوان لاندې د خپلواکۍ اعلان وکړه.

دا مطلب د ummid له ویب پاڼې راخیستل شوی دی.

 

ټیګونه