Apr 13, 2024 16:37 Asia/Kabul
  • سرکښ اسرائیل به په ځای کښیني؟ / ایران او مقاومت محور ته د نړیوالو نظر

امام خامنه ای په خپلو وېناو کې په کراتو له اسرائیل څخه په لوېدیځه اسیا کې د امریکا د لیوني سپي په توګه یادونه کړې ده.

پارس تودی-  په تېرو ۶ میاشتو کې د اسرائیل بې شماره جنایتونه له یوې خوا او د هیوادونو او د ملګرو ملتونو انکار له بلې خوا حیرانوونکې ده، همدغه انکار او د غربیانو ملاتړ د اسرائیل د سپین سترګیتوب او د هغه د ظلمونو د لا زیاتېدو لامل شوی دی، د اسرائیل بنیاد استعماري دی او له مینځه تلل یې یو انساني او نړیوال ضرورت بلل کیږي.

په تېرو ۶ میاشتو کې په غزې کې د ۳۳ زرو فلسطینیانو د شهادت او د ۷۵ زرو د ټپي کېدو او د زرګونو د لادرکه کېدو او د غزې له هوارېدو ماسېوا، اسرائیل رژیم د اپرېل په لومړۍ نیټه یعني د ورې په ۱۳ داسي یو جنایت وکړ چي د غزې په جنګ کې د انډولونو د بدلېدو لامل ګرځېدایشي، په دغه ورځ اسرائیل په خپل عملیات سره، د جنیوا کنوینشن، د ویانا کنوینشن او د رم منشور ټوله په یو ځای کې تر پښو لاندې کړ.

لومړی:

د اسرائیل پوځ د اپرېل په لومړۍ نیټه اعلان وکړ چي په الشفا روغتون کې یې خپل عملیات په پوره بریا پای ته ورسوله او له هغه یې ځپل ځواکونه ایستلي دي. اسرائیل دوې اوونۍ په الشفا روغتون هوایي بریدونه او ځمکني عملیاتونه وکړه چي په ترڅ کې یې دغه لوی روغتون وران او ګڼ شمېر ناروغان او داکټران یې شهیدان شول.

د اسرائیلي ځواکونو له وتلو وروسته، په لسګونه شهیدان وموندل شول چي یا تر ټانګانو لاندې شوي وه او یا د شکنجې د امله په شهادت رسېدلي وه.

ناروغان له درملو او خوړو پرته دوې اونۍ لپاره په کوټو کې بند پاتي وه.

په الشفا روغتون په برید سره اسرائیل د جنیوا د څلورم کنوینش چي په ۱۹۴۹ کې تصویب شوي وه، تر پښو لاندې کړه، دغه برید همداشان د یاد کنوینشن له ۱۸ او ۱۹ بندونو څخه د سرغړوی په معنا وه.

د اسرائیل له برید وروسته د الشفا د روغتون حالات

 

دوهم:

څو ساعته وروسته یو خبر خپور شو چي په سوریې کې د ایران په کنسولګرۍ باندې د اسرائیل د رژیم په توغندوي برید کې ودانۍ په بشپړه توګه ورانه شوې او د سپاه پاسداران اوه غړي منجمله په لبنان او سوریې کې د قدس د ځواکونو قومندان جنرال محمدرضا زاهدی، او د هغه مرستیال جنرال محمد هادی حاجی رحیمي او ورسره ۵ جګپوري افسران او څو تنه د سوریې او لبنان وګړي په شهادت رسېدلي دي.

دا برید نه یوازې د سوریې په خاورې د یرغل په معنا وه بلکې د ایران په کنسولګرۍ چي ډیپلماټیکه استازولي ده، یو ترهګریز برید هم وو

اسرائیل په تېرو ۶ میاشتو کې، په خپلو ترهګریزو اقداماتو سره، د جنګ د لمنې د پراخېدو په هڅه کې، په سوریې، لبنان او ایران باندې بریدونه کړي دي.

دغه اقدام د ویانا د کنوینشن سره په ټکر کې دی، د ویانا د کنوینشن د ۳۱ مادې له مخې چي د کنسولي اړیکو په باب په ۱۹۶۳ میلادي کال کې تصویب شو، کنسولي ودانۍ له خوندیتوب نه برخمن دي.

د داشان کړنو په وړاندې چوپتیا د ناوړو پایلو لامل ګرځېدایشي.

 

د اسرائیل له ترهګریز برید نه وروسته، په دمشق کې د ایران کنسولګري

 

دریم:

د هغه ورځ په ماځیګر کې اسرائیل رژیم په غزې کې د نړیوالې پنخلنځی د مرستندویې ادارې په ۷ کارکوونکو هوایي برید وکړ په داسي حال کې چي هغوی غزې ته د ډوډۍ د ویشلو لپاره تللي وه او ورا له مخکې هم د هغوی د فعالیت په اړه اسرائیل ته خبر ورکول شوی وو.

د یادې مرستندویې ادارې د بنسټګر په وېنا، اسرائیل رژیم په داسي حال کې چي پوهېده موټر د خیریه موسسې دی، ورباندې بمبار کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وېنا، په تېرو څو میاشتو کې په غزې کې ۲۰۰ مرسته کوونکي د اسرائیل له خوا په نښه شوی او وژل شوي دي، له شکه پرته چي اسرائیل رژیم په دې کار سره، غواړې غزې ته د هر ډول مرستو مخنیوی وکړي، او په لوږې سره، د غزې ولس تباه کړي.

د اسرائیل د رژیم دا اقدام د رم د منشور له مخې جنګي جنایت دی او له نړیوالو حقوقي او عرفي قوانینو سره په ټکر کې دی چي باید په جنګونو کې رعایت کړای شي.

په غزې کې د مرسته کوونکو په کاروان باندې د صهیونیستي رژیم برید

 

څلورم:

په همهغه ورځ کې د اسرائیل پارلمان، د الجزیرې د بندولو لپاره هغه قانون تصویب کړ چي د نتانیاهو له خوا وړاندې شوی وو څو الجزیره بنده شي او په غزې کې د هغوی جنایات اشوا نه شي.  که څه هم دا قانون الجزیره نومول شوې لیکن رژیم د نورو رسنیو د بندولو لپاره یې کارولایشي.

دا په داسي حال کې دی چي په غزې کې د الجزیرې د ۲ خبریالانو په شمول ۱۴۷ خبریالان د اسرائیل د رژیم له خوا شهیدان شوي او د ځینو حتی په کورنیو هم بریدونه شوي دي، اسرائیل د نسل وژنې په اړه د اخبار د نه اشوا کولو په هدف خبریالان شهیدان کوي.

په غزه کې د اسرائیل له لورې شهید شوي خبریالان

 

پنځم:

د بایډن حکومت اسرائیل رژیم ته د دوه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت د بمونو او جنګي الوتکو له استولو سره، هوکړه کړې ده، د دغې هوکړې له مخې امریکا به اسرائیل رژیم ته ۱۸۰۰ لوی بمونه او ۵۰۰ کوچني بمونه شامل دي.

امریکا حکومت همداشان غواړي اسرائیل رژیم ته ۵۰ اف ۱۵ ډوله جنګي الوتکې، ۳۰ توغندی ورکړي چي ارزښت یې ۱۸ میلیارد ډالرو ته رسیږي، او د دې کار لپاره یې په کنګرس باندې فشار راوستي دي.

 دغو مسائلو ته په کتو سره، په نړۍ کې یوازې یو هیواد کولایشي د یوه روغتون له منځه وړلو څخه د بریا په توګه یادونه وکړي او بیا په همهغه ورځ د بل هیواد په سفارت هوایي برید وکړي او د دریو هیوادونو جګپوري کسان په شهادت ورسوي او بیا د همهغه ورځ په ماځیګر ګې د یوه مرستندویې موسسې کارکوونکی چي د فلسطین، اسټرالیا، پولنډ، انګلیس، امریکا او کاناډا وګړي په کښې وې، په هوایي برید سره، ووژني، او بیا د یوه وتلې نړیوالې رسنۍ فعالیت بند کړي لیکن دغو ټولو سره سره، په جنایاتونو باندې سرپوښ اېښودل کیږي او لاهم پرمختللې وسلې او بمونه وراستول کیږي. دا ولي؟

د ایران د مخکنۍ پارلمانې استازۍ جمیله کدیور له یادښت له مخې.