امریکې ته د اډې د ورکولو هیڅ نیت نه لرو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: له افغانستانه د امریکایانو له وتلو وروسته په پاکستان کښې هغوي ته د هر ډول اډې د ورکړې په هکله ګمانونه حقیقت نه لري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: له افغانستانه د امریکایانو له وتلو وروسته په پاکستان کښې هغوي ته د هر ډول اډې د ورکړې په هکله ګمانونه حقیقت نه لري
شاه محمود قریشي پرون د عربستان له رسمي سفره له ستنیدو وروسته پاکستاني رسنیو ته وویل: افغانستان باید د خبرواترو له لارې د خپل راتلونکي په هکله پریکړه وکړي او په دې لړ کښې ګاونډي هیوادونه د افغانستان په چارو کښې هیڅ لاسوهنه نه لري.
هغه زیاته کړه: د افغانستان حل لاره په جنګ کښې نه بلکې په مذاکرې کښې ده. په دغه هیواد کښې هر ډول ګډوډی د پاکستان د کړیدو سبب هم ګرځي.
قریشي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتنې وروسته د دغه هیواد ځواکونو ته په پاکستان کښې د هوايي اډې د ورکړې په لړ کښې د ځینو ګونګوسو په ځواب کښې وویل: دغه موضوع یوازې د ګمانونو تر حده ده او پاکستان امریکې ته د اډې د ورکولو هیڅ نیت او اراده نه لري.
د ویلو ده چې د پاکستان په خاوره کښې د امریکايي ځواکونو وروستۍ اډه د ۲۰۱۲ کال په جون میاشت کښې بنده شوې او د اسلام آباد حکومت یې د خالي کولو حکم ورکړی و.