په کېنېډا کښې له اسلامه په ويرونې د پاکستان د احتجاج دوام
(last modified Thu, 10 Jun 2021 01:31:58 GMT )
Jun 10, 2021 06:01 Asia/Kabul
  • په کېنېډا کښې له اسلامه په ويرونې د پاکستان د احتجاج دوام

د پاکستان خارجه وزير يو ځل بيا په کېنېډا کښې له اسلامه د ويرونې او د يوې پاکستاني کورنۍ د وژلې په ردعمل کښې دغه اقدام وغندۀ.

د اېرنا د رپوټ له مخې شاه محمود قرېشي پرون د کېنېډا له خارجه وزير مارک ګارنو سره په ټيلفوني تماس کښې په کېنېډا کښې د مېشته يوې پاکستاني الاصل مسلمانې کورنۍ د وژلې په ترهه ګريز اقدام باندې په نيوکې سره د کېنېډا په شمول په لويديځ کښې له اسلامه د ويرونېد څپې په اړه د پاکستان د حکومت او خلقو سخت احتجاج وړاندې کړ.

د پاکستان خارجه وزير د کېنېډا له حکومته وغوښتل چې د هېواد په دننه کښې له اسلامه د ويرونې له مشکل سره د مقابلې لپاره دې سخت اقدام وکړي.

هغه زياته کړه، پاکستان له نفرت برسېره کونکو اقداماتو څخه د مخنيوي او له اسلامه د ويرونې د ترويج په عواملو د غلبې لپاره د نړيوالې اجماع د رامنځته کولو کلکه فېصله کړې ده او د دې کار لپاره يې د اسلامي تعاون به تنظيم او ملګرو ملتو کښې يو فعال کردار ادا کړې په راتلونکو وختونو کښې به هم دغه کردار ادا کولو ته دوام ورکړي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم پرون په خپل يو ټوئيټ کښې په کېنېډا کښې د مسلمانې کورنۍ قتل سخت وغندۀ او دغه چاره يې په لويديځو هېوادونوکښې اسلامه د ويرونط د ښکارند د زياتېدو ښودونکې وبلله.

عمران خان له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له اسلامه د ويرونې په خلاف دې جدي او پرېکنده اقدام وکړي.