په پاکستان کښې له امريکائي اډو سره مخالفت دوام لري
د پاکستان د اطلاع رسونې وزير له امريکې سره د فوځي ملګرتيا په اړه د کورنيو مخالفتونو په دوام کښې په پاکستان کښې د امريکائي فوځي اډو جوړول ناممکن وبلل.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې فواد چودهري پرون په اسلام آباد کښې په يو اخباري کانفرنس کښې وويل، په پاکستان کښې د امريکې د فوځي اډو د جوړولو په اړه هيڅ خبرې اترې نه دي شوې.
پرون د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي هم د افغانستان په حالاتو د څارنې لپاره د اډو جوړولو په خاطر د حالاتو برابرولو لپاره امريکې ته د خاصو خدماتو د وړاندې کولو د موضوع په باره کښې د واشنګټن او اسلام اباد د خبرو اتور په اړه د نيويارک ټائمز ورځپاڼې د رپوټ په ردعل کښې وويل، پاکستان به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته په خپله خاوره کښې هيڅکله د امريکې د فوځي اډو جوړولو اجازه ورنه کړي.
له دې مخکښې د امريکې د دفاع وزارت ادعا کړې وه چې پاکستان په افغانستان کښې له خپلو ځواکونو څخه د امريکې د ملاتړ لپاره له پاکستاني هوائي حريم څخه د استفادې اجازه ورکړې ده.