پاکستان د افغانستان بدلونونه په دقت سره څاري
د افغانستان ولسمشر اشر ف غني سره دخپلی کابینې ځينو غړو د غږمله شورا له جوړیدا وروسته له افغانستانه وتلی او تاجکستان ته تللی دی او البته ځیني نور راپورونه ښئ چې له تاجیکستانه هم نامعلوم ځاي ته خوځيدلی دی .
پاکستان د افغانستان بدلونونه په دقت سره څاري
ایسنا خبري آژانس راپور ورکړی، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کې د اشرف غني او دهغه د ټیم له تښتې وروسته سملاسی د ملی امنیت شورا غونډه بللې او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه ئې مشورې کړي او وئيلي ئې دي ، په دغه هیواد کې د سیاسی حل لابرې لپاره به خپلو هلوځلو ته هماغه راز دوام ورکړي .
د پاکستان د خارجه وزارت په اعلامیې کې هم راغلي دي ، پاکستان د افغانستان وروستي بدلونونه په دقت سره څاري او د هر ډول سیاسی حل لارې به بشپړ ملاتړ وکړي .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،هیله مند یوو چې درست افغان لوري ددغه داخلی سیاسی بحران دحل لپاره پخپلو کې سره ملګرتیا وکړي او خپلې ستونزې به پخپلو کې سره حل کړي .
د افغانستان ولسمشر اشر ف غني سره دخپلی کابینې ځينو غړو د غږمله شورا له جوړیدا وروسته له افغانستانه وتلی او تاجکستان ته تللی دی او البته ځیني نور راپورونه ښئ چې له تاجیکستانه هم نامعلوم ځاي ته خوځيدلی دی . وروستي راپورونه ښئ چې د افغانستان دسیاسی شخصیّتونو یو لوړپوړی پلاوی چې د ولسی جرګې مشر میر رحما رحماني ، یونس قانوني ، استاد کریم خلیلي ، احمد ولی مسعود ، عبداللطیف پدرام او خالد نور پکې شامل دي د ځینو مهمو مشورو لپاره اسلام اباد ته رسیدلی