د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې ۱۴ کسان وژل شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په هزاره او ملاکنډ سیمو کښې پرون سهار د سختو بارانونو له کبله د ماشومانو او د ښځو په شمول کابو څوارلس (۱۴) کسان وژل شوي دي .
زیات کسان د ملاکنډ په تورغر سیمه کښې په جودبا تحصیل کښې په دریو (۳) کورونو باندې د تندر د غورځیدا له کبله مړ شوي دي .
ویل کیږي په دغو دریو (۳)کورونو باندې د تندر د غورځیدا له کبله کورونه ړنګ شوي او دیارلس (۱۳) کسان تر خاورو لاندې شوي او ځینې مړي رایستل شوي خو د نورو کسانو د ژغورلو عملیات روان دي .
دغه راز د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د ایبټ اباد په کاکول سیمه کښې هم د سختو بارانونو له کبله د یوه (۱) کور چت وغورځید او اوه (۷) کسان تر خاورو ښځلو لاندې شول او تراوسه درې (۳) مړي او دوه (۲)ژوبل کسان رایستل شوي او د ژغورنې عملیات روان دي .