نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره تعامل ولري
(last modified Tue, 12 Oct 2021 02:48:45 GMT )
Oct 12, 2021 07:18 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره تعامل ولري

زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون یوځل بیا په نړیوالې ټولنې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره تعامل ولري او زیاته یې کړه په دغه کار کښې ناکامۍ به طالبان شل (۲۰) کاله مخکې وخت ته بوځي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران له میډل ایسټ ايي (middle east eye) اینټرنیټ پاڼې سره په مرکه کښې په افغانستان کښې د روان حالت ، له امریکا سره د اړیکو ، په کشمیر کښې د هندوستان د اقداماتو او له یغور (uighurs)قوم سره د چین د چلند پرضد د تورونو په شمول د بیلابیلو مسائیلو په هکله خبرې وکړې .

عمران خان په افغانستان کښې د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل شل (۲۰) کلن کورني جنګ افغانستان تباه کړی دی .

هغه وویل د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د نړیوالو لخوا په رسمیت وپيژندل شي او  طالبان دپراخ بنسټه حکومت جوړول غواړي ، د بشري حقوقو په هکله خبرې غواړي او اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د چا لخوا ترهګرۍ لپاره استعمال شي .

عمران خان وویل که چیرې افغانستان یوځل بیا له ګډوډۍ سره مخ شو نو دغه هیواد به د داعش په شان د ترهګرو لپاره په مهم ځای بدل شي او دغه د سیمې د ټولو هیوادونو اندیښنه ده .

 

ټیګونه