د ازغن سیم تېرولو ته دوام ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i110608-د_ازغن_سیم_تېرولو_ته_دوام_ورکوو
پاکستان وايي له افغانستان سره په پوله د ازغن تار غځولو ته دوام ورکوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 05, 2022 07:37 Asia/Kabul
  •  د ازغن سیم تېرولو ته دوام ورکوو

پاکستان وايي له افغانستان سره په پوله د ازغن تار غځولو ته دوام ورکوي.

د افغان رسنيو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په تازه څرګندونو کښې ویلي، دوي سلګونه کیلوميټره ازغن سیم تېر کړے دے او د پاتې چارو د بشپړولو لپاره هم هڅې روانې دي.

ددۀ په وینا دوی د خپل امنیت ټينګښت ته ژمن دي او د ازغن تار تېرول به ادامه ولري. بلخوا د طالبانو د موقته حکومت د دفاع وزارت په تازه څرګندونو کښې ویلي وو، چې سرحدي ځواکونه به لا ډېر پیاوړي کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره لاندې کړي

. په تېرو څو ورځو کښې طالبانو لوري په بېلو برخو کې د پاکستان ازغن تارورټول کړے ؤ او د پاکستان فوځیان یې شاتګ ته اړ کړي وو.