د پاکستاني طالبانو وياند ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i110856-د_پاکستاني_طالبانو_وياند_ووژل_شو
د پاکستان جیو ټيلي ويژن د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو له قوله د افغانستان په ننګرهار کښې د پاکستاني طالبانو د ویاند محمد خراساني د وژل کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2022 07:17 Asia/Kabul
  • د پاکستاني طالبانو وياند ووژل شو

د پاکستان جیو ټيلي ويژن د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو له قوله د افغانستان په ننګرهار کښې د پاکستاني طالبانو د ویاند محمد خراساني د وژل کیدو خبر ورکړ.

 له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې که څه هم  په خبر کښې د وژل شوي تن د وژلو کېدو د کره ځای ځایږي او دا چې څه ډول وژل شوے څه نه دي ویل شوي.خو داسی ویل کیږي چې نوموړے د ناپېژندل شويو وسله والو په برید کښې وژل شوے دے  دجیو ټي وي چېنل په رپوټ کښې راغلي چې نوموړے د پاکستان له پولې پورې غاړه په قبایلي سیمو کښې د پاکستاني فوځ د عملیاتو له کلا بندۍ ننګرهار ولایت ته په تیښته بریالی شوے و. په رپوټ کښې محمد خراساني ډېر خطرناک ترهګر بلل شوے او ویل شوي چې نوموړي د پاکستان په میرانشاه کښې مرکز جوړ کړے او د ګڼ شمیر پاکستاني فوځيانو په وژل کیدو تورن ؤ او دغه رنګ یې دراتلونکې لپاره هم په پاکستان کښې د ترهګریزو پیښو د ترسره کولو ګواښونه کړي وو.

په یو شمیر رسنیو کښې هم په ننګرهار کښې د پاکستاني طالبانو د ویاند محمدخراساني دوژل کیدو خبر ورکول شوے دے.پاکستاني طالبانو د افغان طالبانوپه مشرۍ  موقت حکومت او په ځانګړې توګه د ننګرهار ولایتي ادارې په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دے ښودلی.محمد خراساني چې خپل نوم یې محمد خالد بلتي ښودل شوے د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند شاهد الله شاهد تر وژل کیدو وروسته ددغه ډلې د ویاند په توګه پیژندل کیده.