د پاکستان په دوابه سیمه کښې دوه پولیس ووژل شول
Jan 31, 2022 11:50 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبر پښتونخواه صوبې په دوابه سیمه کښې چې هنګو ته نږدې پرته ده په موټر سائیکل سپارو کسانو د ټرافیک پولیسو په ګاډي ډزې وکړې او هغه یې ووژل .
په موټر سائیکل سپاره کسان له حملې وروسته د پیښې له ځایه وتښتیدل .
پولیس د پیښې ځای ته تللي دي او د برید کونکو د موندلو لپاره یې عملیات پیل کړي دي .
د ویلوده چې د پاکستان دوابه او دغه راز ټل سیمې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکزونه دي .
ټیګونه