په افغانستان کې دتحریک طالبان پاکستان د ترهه ګروشتون اندیښمنونکی دی
د افغانستان له خاورې د ترهه ګرو ډلو ټپلو د نورو هیوادونو د ګواښل کیدا مخنیوی ،او ددغو ډلو ټپلو د فعالیتونو مخه نیولل او دامینت ټینګول،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت یوه لومړنۍ ژمنه وه.
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ،په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په افغانستان کې د تحریک طالبان، بلوچ بلوه ګرو او ځینو نورو ډیرو ډلو ټپلو د شتون په باب ځيني خبرې کړي او وئيلي ئې دي ، په افغانستان کې موجودې ترهه ګرې ډ لې ټپلې ددغه هیواد او د پاکستان پشمول دنورو هیوادونو امنیت ګواښي .
د افغانستان له خاورې د ترهه ګرو ډلو ټپلو د نورو هیوادونو د ګواښل کیدا مخنیوی ،او ددغو ډلو ټپلو د فعالیتونو مخه نیولل او دامینت ټینګول،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت یوه لومړنۍ ژمنه وه.افغانستان واک ته د طالبانو په رسیدا پسې په کرتو د القاعدې او داعشي جنایتکارو په لاس له ترهه ګرو بریدونو سره مخ شوی او په سلګونو بې ګناه کسان ئې قرباني کړي دي .
دپاکستان دغه ډيپلوماټ همداراز وئيلي دي ،طالبان باید دغه شان ترهه ګر او افراط پال له ترهه ګرو فعالیتونو منع کړ ي او یائې له دغه هیواده وباسي څو د نړیوالې ټولنې له خوا د دوي د په رسمیّت پيژندنې لارې هوارې شي .
د طالبانو چارواکو د خبر تر مخابیره کیدا پورې د پاکستان دسفیر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی .
داپه داسې حال کې دي چې ملګروملتو څه موده مخکې په افغانستان کې د داعشي ترهه ګرو د دوه برابره زیاتیدا خبره کړې وه چې په ننګرهار کې د طالبانو داطلاعاتو د ادارې مشر مولوي بشیر سملاسي دغه خبره په بشپړ ډول رد کړې وه .