بندیزونه د یوکراین د جنګ د بندیدو حل لاره نه ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نړیوال بندیزونه په یوکراین کښې د شخړې او نښتو د مخنیوي مناسبه حل لاره نه ده
د ډان نیوز د خبر له مخې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په یوه مرکه کښې وویل: په اروپا کښې د شخړو او جنګ زیاتیدل نړیوال اقتصاد ته سخت تاوان رسوي نو په دې وجه باید د نړیوالې ټولنې له خوا د شخړو د کمولو په موخه یوه حل لاره غوره شي.
هغه وویل: نړیواله ټولنه دې په ډله ایزه توګه د یوکراین د کړکیچ د هواري لپاره یوه سفارتي او صلحه ایزه لاره پيدا کړي.
د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه چې اسلام آباد د پخوا په شان اوس هم د صلحې او امنیت د ټینګښت په موخه تیار دی چې د یادو شخړو د کمولو لپاره تر خپله وسه هلې ځلې وکړي.
دا په داسې حال کښې دي چې پاکستاني رسنۍ په یوکراین باندې د روسیې د حملې د غندلو لپاره په اسلام آباد باندې د نړیوالو دباؤنو خبر ورکوي.
ویل کیږي چې د پاکستان استازي د روسیې خلاف پریکړه لیک د تصویبولو لپاره د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په هیڅ کومې غونډې کښې ګډون نه دی کړی.
له دې مخکښې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم ویلي وو چې د یوکراین کړکیچ باید د خبرواترو له لارې هوار شي. هغه چې د روسیې او یوکراین د جنګ له پیلیدو سره هممهاله ماسکو ته تلی و، زیاته کړه چې پاکستان په هیڅ کوم پوځي تړون یا بلاک کښې شاملیدل نه غواړي.