د پاکستان خلک د بهرنیو دسیسو په وړاندې اودریږي
د پاکستان د ړنګې شوې کابینې جګ پوړې غړی وايي: خلک به په انتخاباتو کښې په ګډون او له تحریک انصاف ګونډه په خپل ملاتړ سره، د خپل هیواد خلاف له بهرنیو دسیسو سره مقابلې ته خپل هوډ څرګند کړي
په داسې حال کښې چې پاکستان نن سبا په کورنیو چارو کښې د امریکې له مداخلې غواړې کړنلارې وروسته له سیاسي کړکیچ سره مخامخ دی، د څنګته شوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د تحریکِ انصاف ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي په یوه مرکه کښې وویل: د پاکستان ولس د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې بهرنۍ لاسوهنه هیڅکله نه مني.
قریشي د پاکستان د حکومت خلاف د امریکې د خارجه وزارت د چارواکي د ګواښونکو څرګندنو په هکله د خبریالانو د پوښتنې په وړاندې د هغه چپتیا ته په اشارې سره وویل: زمونږ فیصلې باید د اساسي قانون او د خلکو د عامه غوښتنو مطابق وي.
هغه د پارلیماني استازو د رایو د اخیستلو لپاره د پاکستان د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو له هلوځلو د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: د عدمِ اعتماد د طرحې ماهیت خلکو ته په ډاګه شوی دی او هغوي به په انتخاباتو کښې په ګډون سره له بهرنۍ مداخلې سره مقابلې ته خپل هوډ څرګند کړي.