پاکستان په هند کښې د مسلمانانو د کورونو سوزول وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114418-پاکستان_په_هند_کښې_د_مسلمانانو_د_کورونو_سوزول_وغندل
د پاکستان خارجه وزارت د يوې بيانيې په خپرولو سره په هند کښې له اسلامه د ويرونې زياتېدل او د دغه هېواد په راجستان صوبه کښې د مسلمانانو په خلاف بلوې او د هغوي د کورونو سوزول سخت وغندل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 06, 2022 14:26 Asia/Kabul
  • پاکستان په هند کښې د مسلمانانو د کورونو سوزول وغندل

د پاکستان خارجه وزارت د يوې بيانيې په خپرولو سره په هند کښې له اسلامه د ويرونې زياتېدل او د دغه هېواد په راجستان صوبه کښې د مسلمانانو په خلاف بلوې او د هغوي د کورونو سوزول سخت وغندل.

ر

د خپرو شويو رپوټونو له مخې د بي جي پي د اورپکو لخوا د هند د راجستان صوبې د کارائولي سيمې د مسلمانانو تقريباً څلوېښت کورونه اوسوزول شول. ويل کيږي چې د هند حکومتي ځواکونو او پوليسو د دغو حملو په وړاندې هيڅ ردعمل نه دے څرګند کړے.

د اېرنا د رپوټ له مخې د پاکستان خارجه وزارت بېګا د دا ډول پېښو په اړه د هند دحکومت سېسټمېټک بې پروائي د هند د خلقو په تېره بيا د مسلمانانو په امنيت او سر ساتنه کښې د کمزورۍ نښه وبلله.

د پاکستان خارجه وزارت په دغه بيانيه کښې نړيوالې ټولنې ته په خطاب سره په هند کښې له اسلامه له ويرونې او د مسلمان اقليت له زورونې  سره د مبارزې او د دغواد د چارواکو تردباو لاندې راوستلو غوښتنه وکړه.