تحریک طالبان پاکستان د اسلام اباد پرضد ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116572-تحریک_طالبان_پاکستان_د_اسلام_اباد_پرضد_ګواښ_دی
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ ملګروملتونو وویل د پاکستان تحریک طالبان ډله د افغانستان په سرحد کښې د خارجي جنګیالیو تر ټولو ستره برخه ده او د پاکستان لپاره ګواښ ګڼل کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2022 08:26 Asia/Kabul
  • تحریک طالبان پاکستان د اسلام اباد پرضد ګواښ دی

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ ملګروملتونو وویل د پاکستان تحریک طالبان ډله د افغانستان په سرحد کښې د خارجي جنګیالیو تر ټولو ستره برخه ده او د پاکستان لپاره ګواښ ګڼل کیږي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا څارونکې ټیم د افغانستان په هکله په خپل نوي راپور کښې وویل تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کښې د بهرنیو جنګیالیو تر ټولو ستره برخه ده چې شمیر یې څو زره کسانو ته رسیږي.

د ملګروملتونو راپور وايي چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې له ټولو څخه زیات د افغانستان له شرایطو ګټه پورته کړي ده او په تیرو څو میاشتو کښې یې په پاکستان کښې ډیرې حملې او بریدونه کړي دي.

دغه راپور وايي د تحریک طالبان پاکستان د دې پرځاې چې دباو احساس کړي د یوه خپلواکه ځواک په توګه خپل ژوند ته دوام ورکوي .

له دې مخکې د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل هیواد کښې د پاکستان د تحریک طالبان ډلې د غړیو د شتون او د فعالیت په هکله د اسلام اباد ادعا رد کړي ده .