له افغانستان سره د پاکستان سوداګري اړیکې دې ښې شي
د پاکستان او افغانستان سوداګري کمیټه د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارتي اړیکو د پراختیا لپاره د یولړ تابیاؤ د غوره کیدو غوښتونکې ده
تسنیم خبري آژانس لیکلي دي چې د باکستان او افغانستان د سوداګري کمیټې مشر ریاض احمد له اسلام آباده وغوښتل چې د دواړو هیوادونو د تجاري اړیکو د ښه کولو په موخه له افغانستان څخه په اومو وارداتي موادو باندې مالیات یا ټیکس ختم کړي.
د ریاض احمد په وینا له افغانستان سهر د تجارتي اړیکو د اسانولو کمیټې په یو لک کښې د پاکستان د مالیې له وزیر او د عوایدو د کمیټې له مشر څخه غوښتي دي چې د تیر کال د مالي لایحې په شان په دواړو هیوادونو کښې د سوداګري اړیکو د ښه والي لپاره یولړ اسانتیاوې په نظر کښې ونیسي.
دغې کمیټې ژمنه کړې ده چې له دغې غوښتنې سره یې د موافقې په بڼه کښې د وارداتي شیانو اندازه تر څو چنده زیاتیدې شي او ورپسې به لازیات کاري فرصتونه رامینځته شي.
د ویلو ده چې د تیر کال په مالي لایحه کښې له افغانستان څخه د قالینو د تولید اومه مواد له مالیاتو معاف وو.