د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تهران ته راغی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i117234-د_پاکستان_د_بهرنیو_چارو_وزیر_تهران_ته_راغی
د پاکستان خارجه وزارت د ایراني چارواکو سره د خبرو اترو په موخه د یوه پلاوی په مشري تهران ته راغی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2022 08:24 Asia/Kabul
  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تهران ته راغی

د پاکستان خارجه وزارت د ایراني چارواکو سره د خبرو اترو په موخه د یوه پلاوی په مشري تهران ته راغی.

د پاکستان خارجه وزیر «بلاول بوټو زرداری»  د ایران د خارجه وزارت د مرستیال سید رسول موسوي په هرکلی سره، تهران ته ننوتلی دی. دا د پاکستان د نوې ادارې لومړنی سیاسي مقام دی چي ایران ته سفر کوي.

بلاول بوټو زرداري د ایران د ولسمشر، خارجه وزیر او د لارو او ښارګوټو د جوړونې له وزیر سره تر لیده کاته وروسته به د اتم امام حضرت علی بن موسی الرضا (ع) زیارت ته ولاړشي.

د پاکستان خارجه وزارت د یوې بیانیې په صادرولو سره، اعلان وکړ چي د دې هیواد خارجه وزیر به په دې سفر کې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو، د پاکستان د برق د تامینولو او د رېل ګاډو د تګ راتګ لپاره د سهولتونو د رامینځ ته کولو په هکله ایراني چارواکو سره خبري اترې وکړې.

بیانیه کې زیاته شوې چي ایران او پآکستان د د ګډې جغرافیې، او د ولسونو تر مینځ د تاریخي او کلتوري اړیکو د امله له نژدې ملګرتیا څخه برخمن دي.