په پاکستان کې د ماشومانو د ګوځڼ واکسینشن ټیم دوه ساتونکي ووژل شول
د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین څلورو کارکونکو او د هغو ساتونکو پر موټر سایکلو سفر کاوه چې پر موټر سایکل سپرو وسلهوالو پرې ډزې وکړې،حمله کونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او د دې پېښې مسؤلیت یې هم تر اوسه چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی.
ایرنا خبری اژانس د پاکستان د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی، په پاکستان سږکال د ماشومانو د ګوځڼ په ناروغۍ د نورو څوارلسو ماشومانو له پيژندل کیدا وروسته، ددغه هیواد حکومت د واکسینشن نوی پروګرام بیرته پیل کړی دی،چې ددغه پروګرام اجرا تل په پاکستان کې د ترهه ګرۍ اوناکراریو له ګواښ سره مخ ده او پرون هم په یوې حملې کې ددغه ټیم دوه ساتونکي پولیس وژل شوی دي .وئيل کیږی، دغه پيښه د خیبرپختونخواه صوبې په ټانک سیمې کې رامینځةشوې ده .
وئيل شوي دي د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین څلورو کارکونکو او د هغو ساتونکو پر موټر سایکلو سفر کاوه چې پر موټر سایکل سپرو وسلهوالو پرې ډزې وکړې،حمله کونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او د دې پېښې مسؤلیت یې هم تر اوسه چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ماشومانو د ګوځڼ واکسینشن ټيم باندې دغه ترهه ګره حمله په سخته محکومه کړې او ټينګار ئې کړی دی ،چې عوامل ئې باید زرترزره وپيژندل او سزا شي .