د پاکستان وزیراعظم د امریکې ډرون حمله وغندله
May 23, 2016 09:30 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم د دغه هېواد په بلوچستان باندې د امریکې هوائی حمله چې د طالب ډلې د سرغنه د مرګ سبب شوه د پاکستان د حاکمیت خلاف ورزی وبلله.
د ډان خبری سائیټ د رپوټ له مخې محمد نواز شریف پرون د خبریالانو په ټول کښې وویل، په دغه حمله باندې د پاکستان سخت احتجاج امریکائی طرف ته اعلان شوے دے.
له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په بلوچستان کښې دامریکائی ډرون حمله کښې د دغه هېواد د حاکمیت د خلاف ورزۍ په غندلو سره ویلې وو چې واشنګټن له دغې حملې سره اړوند معلومات د اسلام اباد په اختیار کښې ورکړی دی.
----------