د پاکستان پوځ په کراچۍ کښې درې ترهګر وژلی دی
May 23, 2016 15:49 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ په کراچۍ ښار کښې د ترهګرۍ خلاف د پراخو عملیاتو خبر ورکړ.
ریډیو پاکستان خبر ورکړی چې د دغه هیواد پوځ نن په یوه خبرپاڼه کښې ویلی، د سند صوبې د مرکز کراچۍ ښار په کهارادر سیمه کښې د تکاوران ترهګرۍ ضده عملیاتو په دوران کښې درې ترهګر وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ وایی چې په یادو عملیاتو کښې یوه اندازه وسله او مهمات هم نیول شوی دی.
د پاکستان پوځ له څه مودې راهیسې په کراچۍ کښې د امنیت د ټینګولو په موخه هدفمن عملیات پیل کړی دی.