د پاکستان په بلوچستان کښې پنځه تنه ووژل شول
May 23, 2016 15:59 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې په یو ګاډی باندې د وسله والو په ډزو کښې پنځه کسان وژل شوی دی.
ډان خبری سایټ لیکلی چې یوه ډله نامعلومو وسله والو نن د بلوچستان صوبې تربت ښار ته څیرمه په یو ګاډی باندې ډزې وکړې چې له امله یې په ګاډی کښې سپاره پنځه کسان ووژل شول.
په خبر کښې د وژل شویو د ملیت یا هویت په هکله څه نه دی ویل شوی. د دې برد پړه تراوسه چا نه ده منلې.
تربت ښار د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د ایران پولې ته نزدې ښار دی.