د پاکستان د پوځی محاکمې احکامات
د پاکستان پوځی محاکمې د دغه هیواد د سمندری ځواک ۵ افسران د داعش له ترهه ګرې ډلې سره د ارتباط په دلیل مجرم وپیژندل او هغو یې په اعدام محکوم کړل .
دغې محکمې همداراز دې ته په اشارې سره چی د پوځ د سمندری ځواک ۵ افسرانو د ۲۰۱۴ میلادی کال د ستمبر په ۶ په کراچۍ کې په حمله کې لاس درلودلی دی ، په دغه حمله کې له داعش سره د هغو د ملګرتیا تور تایید کړ . دغه افسران په بلوې ، له هیواد سره په خیانت او د ترهه ګرو لپاره د وسلو په انتقال تورن وو .
د ۲۰۱۴ م کال د ستمبر په ۶ د داعش یو شمیر ترهه ګرو د ځینو پاکستانی ځواکونو په مرسته په کراچۍ کې د یوې جنګی بیړۍ د تښتولو هڅه وکړه چی د دو ترهه ګرو په وژل کیدا سره بې نتیجې پاتې شوه .
د پاکستان پوځی عدالت په داسې حال کې د دغه هیواد ۵ عسکر د داعش له ترهه ګرې ډلې سره د ملګرتیا په جرم په اعدام محکوم کړل چی پاکستانی مقاماتو تراوسه په دومره جوته په دغه هیواد کې د دغې ترهه ګرې ډلې فعالیت ندې تایید کړې . له دې امله له داعش سره د ملګرتیا په تور د سمندری ځواک د ۵ افسرانو لپاره د اعدام د حکم صادریدا د دغه هیواد په عسکرو کې د دغې ترهه ګرې ډلې له نفوذه د پاکستان د پوځ د ژورې اندیښنې ښودنه کوی . په عین حال کې ځینې سیاسی څارونکی د دغه هیواد له هغو عسکرو سره چی له داعش سره یې ملګرتیا کړی ده د پاکستان د پوځی محاکمې پریکنده چلند ،په دې هکله د پاکستان د فیډرال دولت او پوځ د چلند او کړچار د دوه ګوڼ والی ښودونکی بولی . دا په دې معنا ده چی د پاکستان پوځ په وروستیو کې ښودلی ده چی له مالی او اداری فساد او همداراز له ترهه ګرو ډلو او د هغو له ملګرو عواملو سره په چلند کې د اسلام اباد له دولته ډیر پریکنده عمل کوی . د پاکستان پوځی محاکمو په وروستیو میاشتو کې د هغو کسانو لپاره چی په جنایت او وژلو یې لاس پورې کړې وو د مرګ سزا صادره کړی ده او په دې وروستیو کې یې د پوځ څو جنرالان او لوړ رتبه افسران چی په مالی فساد کې تر تعقیب لاندې وو ، له کاره لیرې کړل . د پوځ مشر جنرال راحیل شریف په ورستیو کې ویلی دی چی هیواد یې له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په دلیل ارامښت او د ترهه ګرو په وړاندې پریکنده توب ته اړتیا لری او د پوځ د سمندری ځواک د ۵ افسرانو لپاره د اعدام حکم ښئ چی د پوځ قوماندان په دې زمینه کې پریکنده عمل کوی . خو د پاکستان دولت له اداری او مالی فساد او همداراز له ترهه ګرو سره په چلند کې تراوسه ضروری پریکنده توب ندې ښودلې .
په عین حال کې د پاکستان پوځ له تیرو دو کلونو راهیسې د طالبانو او نورو ترهه ګرو پرضد په قبایلی سیمو کې خپل عملیات پیل کړی دی چی پوځی مقاماتو او دولت هغه بریالی بللی دی . د پاکستان د لوی درستیز والۍ د اعلان پر اساس د ۲۰۱۵ میلادی له جنورۍ په دغو عملیاتو کې څه د پاسه ۴ زره ترهه ګر وژل شوی دی .
په هر حال د پاکستان خلکو تل له ترهه ګرو او تاوتریخوالی غوښتونکیو ډلو سره په مقابله کې له پوځ د ملاتړ تر څنګ له دغو درستو عواملو سره د یو شانته چلند غوښتونکی دی . د شیعه ګوندونو د مشرانو لوږ تړ او له ترهه ګرو او افراط پالو سره د جدی مقابلې لپاره د هغو غوښتنه له ترهه ګرو او تاوتریخوالی غوښتونکیو ډلو سره د یوشانته مقابلې لپاره د پوځ مسولیت درندوی .