پاکستان کښې درې ورځنۍ پولیو ویکسنیشن پیل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i12130-پاکستان_کښې_درې_ورځنۍ_پولیو_ویکسنیشن_پیل_شو
په ټول پاکستان کښې د ماشومانو د ګو‌ذن د مخنیوی ویکسنیشن پیل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2016 11:36 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې درې ورځنۍ پولیو ویکسنیشن پیل شو

په ټول پاکستان کښې د ماشومانو د ګو‌ذن د مخنیوی ویکسنیشن پیل شو.

د پاکستان په خیبرپښتونخواه صوبه او قبایلی سیمو کښې له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ویکسین ورکول کیږی.

د پولیو ناروغۍ د مخنیوی د ویکسینو طرحه د پاکستان په بلوچستان صوبه او نورو سیمو کښې هم اجرائی کیږی.

همداشان په آزاد کشمیر کښې دغه درې ورځنۍ طرحه دوام لری او حتی ټاکل شوې چې لرو پرتو سیمو ته هم ویکسین ورسول شی.

پاکستان د نړۍ په هغو دریو هیوادونو کښې شامل دی چې لاهم د ماشومانو له ګوذن یا پولیو ناروغۍ سره لاس او ګریوان دی.

دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان طالبانو ډلې اعلان کړی چې په هیواد کښې د دې پروګرام له دوام سره مخالف دی او د پولیو ناروغۍ د جرړې د ایستلو د پروګرام د اجرا له بهیر سره مبارزه کوی.