د پاکستان د پنځو پوځی افسرانو د پانسۍ حکم صادر شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i12142-د_پاکستان_د_پنځو_پوځی_افسرانو_د_پانسۍ_حکم_صادر_شو
د پاکستان پوځی محکمې د دغه هیواد پنځه پوځیان له داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په لړ کښې مجرم وپیژندل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2016 11:58 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پنځو پوځی افسرانو د پانسۍ حکم صادر شو

د پاکستان پوځی محکمې د دغه هیواد پنځه پوځیان له داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په لړ کښې مجرم وپیژندل.

د ډان خبری سایټ د خبر له مخې د پاکستان پوځی محکمې د دغه هیواد د سمندری ځواک پنځه افسران له داعش ډلې سره د تړاو په لړ کښې مجرم وپیژندل او د هغوی د پانسۍ یا اعدام حکم یې صادر کړ.

د پاکستان پوځی محکمې همداشان دې ته په اشارې سره چې د پوځ د سمندری ځواک پنځو افسرانو د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د ۲۰۱۴ کال د ستمبر د شپږمې نیټې په حمله کښې لاس درلود او په دغه حمله کښې یې له داعش سره د هغوی د ملګرتیا تور تائید کړ.

خبر زیاتوی چې د پاکستان د سمندری ځواک پنځه افسران په شورش، له هیواد سره په خیانت او د داعش ډلې ترهګرو ته د وسلو په رسولو تورن شوی وو.