د پاکستان د پوځ مشر باجوا امریکا ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i121774-د_پاکستان_د_پوځ_مشر_باجوا_امریکا_ته_رسیدلی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پوځ قومندان د امریکا له چارواکو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته ورسید.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 02, 2022 14:54 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ مشر باجوا امریکا ته رسیدلی

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پوځ قومندان د امریکا له چارواکو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته ورسید.

دغه سفر په داسې حال کښې دی چې پاکستان په تیرو څو  کلونو کښې له امریکا سره په دوه اړخیزه ملګرتیاو کښې د تاوتریخوالي او د اختلافاتو د دوام کتونکی دی.

د پاکستان سیاسي څارونکي باوري دي چې په افغانستان کښې د امریکا ماتي یوځل بیا له اسلام اباد سره په اړیکو کښې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د اوه ورځني سفر لپاره امریکا ته ورسید او اټکل کیږي چې هغه به د امریکا له لوړرتبه چارواکو سره مهمې کتنې او خبرې وکړي.

هیله کیږي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوا به په دغو اوو ورځو کښې د امریکا له دفاع وزیر لئویډ اسټین، د ملي استخباراتو له مدیر اوریل ډي هاینس او د جاسوسۍ ادارې له مشر ویلیم جی برنز سره کتنې او خبرې وکړي.

ټاکل شوي ده چې جنرال باجوا دغه راز د پاکستان له چارو سره دلچسپۍ لرونکو محققانو او د فکر له بیلابیلو کوټو یعني تینک ټینکونو سره هم خبرې او کتنې وکړي.