د افغانستان ښاریز دې د سپکاوي په خاطر سزا شي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د ملي پارلمان یعني قومي اسمبلۍ ځینو استازیو د پاکستان د ملي بیرغ د سپکاوي په دلیل د افغانستان ښاریزو ته د سزا د ورکولو غوښتنه وکړه.
د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړیو له لوړې محکمې یعني سپریم کورټ وغوښتل د افغانستان هغو ښاریزو ته چې د پاکستان د ملي بیرغ سپکاوی یې کړی دی سزا ورکړي.
د پاکستان د ملي پارلمان استازي نور عالم خان په دې هکله ویل د افغانستان د کرکټ ټيم پلویانو چې د پاکستان په پاسپورټونو باندې متحده عربي اماراتو ته تللي وو د پاکستان ښاریز ووهل او وټکول او د پاکستان د بیرغ بې احترامۍ یې وکړه او هغوې باید سزا شي.
د پاکستان د ملي پارلمان بل غړي محمود بشیر هم د افغانستان هغو ښاریزو ته د سزا د ورکولو غوښتنه وکړه کوم چې د پاکستان په پاسپورټونو باندې متحده عربي اماراتو ته تللي وو او د پاکستان د بیرغ بې احترامۍ یې کړي وه.
د پاکستان چارواکو ویلي دي چې په متحده عربي اماراتو کښې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم له ماتي خوړلو وروسته د افغانستان ښاریزو په سټیدیم کښې د پاکستان د بیرغ بې احترامي وکړه او د پاکستان ښاریز یې ووهل او وټکول.