په سپین بولدک د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر مینځ نښته شوې
د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار باندې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا د راکټي بریدونو او په پوله کې د یوې افغان میرمنې له ویشتلو وروسته، طالب ځواکونو په درنو وسلو سره، پاکستاني ځواکونه په نښه کړي دي.
د تسنیم له راپور سره سم، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چي د پاکستان پوله ساتو ځواکونو وړمه ورځ د کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ باندې څلور راکټونه توغولي دي، چي طالبانو هم ځوابي بریدونه پرې کړي دي.
په کندهار کې ځينو سرچينو اوا ته ویلي چي پاکستاني پوځيانوهمدارنګه تیره ورځ د سپين بولدک په سرحدي سيمه کې ډزې کړي، چې په پايله کې يې يوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړى دى. له دغې نښتې وروسته طالب سرحدي ځواکونو د پاکستاني پوځیانو په وړاندې د توپونو او هاوانونو ځواب ورکړی دی.
د سرچینې په وینا، د پاکستان هوايي بريدونو نن سهار هم دوام درلود او طالبانو يې ځواب په ګوليو ورکړي دي.
تر دې دمه د یادو نښتو د امله د اوښتیو مرګژوبلو شمېر اعلان شوی نه دی.
د طالبانو د حکومت او پاکستاني پوځیانو تر منځ تر دې مخکې هم څو ځلې نښتې شوي دي.