په سپین بولدک د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر مینځ نښته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i122574-په_سپین_بولدک_د_پاکستاني_ځواکونو_او_طالبانو_تر_مینځ_نښته_شوې
د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار باندې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا د راکټي بریدونو او په پوله کې د یوې افغان میرمنې له ویشتلو وروسته، طالب ځواکونو په درنو وسلو سره، پاکستاني ځواکونه په نښه کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2022 09:24 Asia/Kabul
  • په سپین بولدک د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر مینځ نښته شوې

د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار باندې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا د راکټي بریدونو او په پوله کې د یوې افغان میرمنې له ویشتلو وروسته، طالب ځواکونو په درنو وسلو سره، پاکستاني ځواکونه په نښه کړي دي.

د تسنیم له راپور سره سم، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چي د پاکستان پوله ساتو ځواکونو وړمه ورځ د کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ باندې څلور راکټونه توغولي دي، چي طالبانو هم ځوابي بریدونه پرې کړي دي.

په کندهار کې ځينو سرچينو اوا ته ویلي چي پاکستاني پوځيانوهمدارنګه  تیره ورځ د سپين بولدک په سرحدي سيمه کې ډزې کړي، چې په پايله کې يې يوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړى دى. له دغې نښتې وروسته طالب سرحدي ځواکونو د پاکستاني پوځیانو په وړاندې د توپونو او هاوانونو ځواب ورکړی دی.

د سرچینې په وینا، د پاکستان هوايي بريدونو نن سهار هم دوام درلود او طالبانو يې ځواب په ګوليو ورکړي دي.

 تر دې دمه د یادو نښتو د امله د اوښتیو مرګژوبلو شمېر اعلان شوی نه دی.

 د طالبانو د حکومت او پاکستاني پوځیانو تر منځ تر دې مخکې هم څو ځلې نښتې شوي دي.